یوولسم سپتمبر که نړیواله ډرامه

له نن نه نولس کاله وړاندې په همدغه ورځ امریکا کې پر نړیوال مرکز حمله وشوه، د رسنیو له خولې، په دې پېښه کې ۳۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، یو متل دی چې ټکه که لوېږي؛ نو د غریب په کور لوېږي، چې دا ټکه هم زمونږ په غریب ټاټوبې را ولوېده.

امریکا په دې بهانه چې دا حمله له افغانستان نه رهبري کېده او هملته پلان شوې وه، یو نړیوال ایتلاف جوړ کړ او په افغانستان یې د هند له بهر نه د کروز مزایلو حمله پیل کړه، تردې څو ورځې وروسته یې د بي ۵۲ الوتکو په وسیله هغه څه چې لږ روغ پاتې و، له منځه یو وړل.

د طالبانو نظام یې رانسکور کړ، د ښادیو په محفلونو او د جنازو په مراسیمو یې بمبارونه وکړل، یوه جنازه یې له سلګونو جنازو سره مله خاورو ته ټیټه کړه، د ښادیو په مراسیمو کې ترې ناوې او زوم هم په امان پاتې نشول.

د خلکو کورونه یې تلاشي کړل او په مختلفو بهانو یې نارینه ترې و اېستل، په بګرام او ګانتانامو کې یې بې له جرمه او بې برخه لیکه بندیان کړل.

دوی له تروریزم سره د مبارزې په بهانه افغانستان ته راغلل؛ خو په افغانستان کې یې په خپله په ترور پیل وکړ، که تروریزم ویرونې او وژنې ته وایي؛ نو دوی هم خلک ووېرول، مخور قومي مشران، سپی ږېري، علماء او ځوانان یې له کومې څېړنې او محاکمې پرته ووژل، چې تروریزم به نو نور څه ته وايي؟

هغه علماء چې غوښتل یې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي، وځورول، اړ یې کړل چې عادي ژوند نه تېر شي، یا کډوال شي او یا غره ته پورته.

دوی اسامه بن لادن د دې کړنې مسول باله، د هغه د نیولو او ځای په ډاګه کولو په موخه یې لس میلیونه ډالره د ورکړي اعلان وکړ او د هغه د شتون په بهانه یې ډېری ځایونه بمبار کړل، چې په پایله کې به د بې کناه کسانو له مرګ ژوبلې پرته نور هیڅ لاسته راوړنه نه وه.

اوس یوه پوښتنه چې د امریکا او نړیوالې ټولنې له مسولینو باید وشي هغه دا چې هغه څه چې تاسو یې په لټه کې واست پیدا مو کړ؟ ( اسامه بن لادن)  چېرته و؟  تاسو خو دعوه کوله چې په ځمکه څلور انچه شی هم لېدلی شی؛ نو دا دوه متره اسامه مو څنګه نشو لېدلی؟

بل هغه هیواد ته چې د اسامه په اوېدلو مو ورته سزا ورکوله، له هغه هیواد سره مو څه وکړل، چې په کې پیدا شو؟  

د هغه هیواد کوم ځای مو بمبارد کړ او که مو هغه فوځي اډه دړې وړې کړه چې ښاغلی په موجود و، تاسو خو اوس هم د همغه هیواد له فوځ سره پخه یارانه ده چې دا ښاغلی یې ساتلی و.

نور دا ډرامه ډېره اوږده شوه، لري نه ده چې تاسو به د دې ډرامې لویه بیه ورکړی