د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت  په تېرو دریو کالونو کې

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت ماموریت دا دی، چې د کلیوالو ستونزې حل او غوښتنې یې پوره کړي، پرمختیا ورکړي، کلیوالو ته د ژوند لومړنۍ  اسانتیاوې برابرې کړي او د غربت کچه په کلیو کې راښکته کړي. 

ددې موخې د لاسته راوړلو لپاره د کلیو بیارغونې  او پراختیا وزارت له نېمې پیړۍ ډیر مزل کړی، خو له 2001 کال وروسته د دې وزارت چارې لا ډېرې او چټکې شوي، مګر د افغانستان په وجود بل شوي اور، چې له څلوېښتو کالونو ډېر وخت یې وشو، تقرېبآ ټوله زېربناء یې ویجاړه کړه، لکه ودانۍ، پلونو، سړکونه، ویالې او ... چې رغښت یې وخت او ډير کار غواړي.

د دې وزارت چارې  د ۱۳۹۶ کال د تلې  په میاشت کې یو داسې چاته وسپارل شوې، چې زده کړې او تخصص یې د کليو په پراختیا او کرنیز اقتصاد کې دی.
د ښاغلي پوهندوی مجیب الرحمن کریمي راتګ د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت ته د یوې سټراټيژیکې کړنلارې  پر بنسټ  وو په دې لیکنه کې د همدې کړنلارې په تشریح کولو بحث کوو.
رېفورم (اصلاحات) 

 له ۲۰۰۱ کال وروسته د بهرنیو مرسته کوونکو په غوښتنې داسې پروګرامونه  پیل شوي وو، چې د دې وزارت له ځينو نورو برنامو سره موازي  وو او یا څو برنامو ورته کارونه کول،  اوس هرې برنامې ته مشخصې تګلارې جوړې شوي، چې هره برنامه به د همدې کړنلارې د نورمونو په چوکاټ کې فعالیتونه  ترسره کوي.

د تدارکاتو او استخدام ټوله پروسه په انلاین بڼه مخکې ځي، چې روڼتیا او هېوادوالو ته یې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي او د بیروکراسۍ مخه په کې نیول شوې ده.

د پروژو په ټاکنه، څارنه او کتنه کې د ولسي خلکو ونډه ډېره شوې او د وزارت تمرکز په کیفیت ور ټول دی. د  پروژو په پلان جوړوونه کې د پروژې اقتصادي، ټولنیزې  ګټې د پروژې له لګښت سره ارزول کیږي او هغه پروژې ټاکل کیږي، چې له لګښت څخه یې اغېز ډير وې.
توازن: د  ټولو ولایتونو اړتیاوو، غوښتنو او امکاناتو ته په پام د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د نوي کال پلان ترتیبیږي او په کې ټولو ولایتونو ته يو ډول رسیدګي کیږي.
 لاسته رواړنې: 
په ټول هېواد کې د ښوونځيو جوړولو چارې پیل شوي، چې په دوو پړاوونو کې به ترسره شي او په جوړیدو سره به یې  نوې سلنه د ماشومانو د زده کړو لپاره وړ چاپیريال برابر شي او بیا به افغان ماشوم ټکنده او سوزونکي لمر ته درس نه لولي، چې تر اوسه  نږدې ۷۰۰ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوي له ۸۰۰ څخه په ډيرو باندې کار روان  دی.

کوچیان چې د ځينو شمېرې له مخې ۸۹ سلنه تر جدي غربت لاندې ژوند کوي او تراوسه ورته د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ډېره کمه پاملرنه شوې ده، وزارت وتوانیده چې په لومړي ځل ورته د لومړنیو خدمتونو په موخه د ۳۳ ميلیونه ډالرو په ارزښت پروژې منظورې کړي، او  د دوی افتصادي ستراتيژي او د پرمختیایي شوراګانو میکانیزم یې جوړ کړی، چې  هره مرسته کوونکې اداره کولای شي، د همدې پلاټ فورم له مخې کوچیانو ته خدمتونه وړاندې کړي.

د ميرمنو د لاسي صنایعو د ودې پروګرام پخوا په نهه ولایتونو کې و او اوس یاد پروګرام ټول هېواد ته وغځيد، چې د هېواد د۳۴ ولایتونو په پنځه زره کلیو کې به ۵۰۰ زره مېرمنو ته  په کور دننه کاري بوختیاوې برابرې کړي.

د ټرانسپورټ په برخه کې  د هېواد په لېرې پرته  سېمه کوچني پامیر کې چې له چين سره د هېواد صفري نقطه ده او تر اوسه پورې په کې هېڅ ډول پرمختیایي پروژه نه ده پلې شوې ۱۱۰ کیلومټره سړک جوړیږي. چې ۶۰ کیلومتره یې بشپړ شوی شوی او پاتې ۵۰ کيلومترو باندې تېز کار روان دی، د دې سړک د  جوړیدو سره سم به د بدخشان د کوچني پامیر قرغیز قوم خلک د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی پیدا کړي، سیاحت به وده وکړي چې دا به د چين سره د ځمکنۍ  نښلیدا په برخه کې هم مهم ګام وي، د دې ترڅنګ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ټرانسپورټ په برخه کې د ۵۸۵ نورو پرمختیایي پروژو چارې هم روانې دي.

د اوبو د مدیریت په برخه کې د افغانستان د ټولو اوبو د زیرمه  کېدو او تګ نقشه ترسیم   شوې  او پلان شوې، چې په پنځو کالونو کې به تقريبا  ۷۵۲ کيلومتره استنادي دیوالونه، ۳۰۰۰ کوچني سربندونه او نېږدې ۲۰۰۰ کارېزونه  جوړ شي، چې ۳۴۳ هکتاره ځمکه به خړوبه کړي او که  په دې ځمکه  د غنمو کښت وشي، په کال کې به  ۶۵ميلیونه ډالره عواید ولري.

د یادونې وړ ده، چې د کليو بیارغونې او پراختیا وزير په تېرو دریو کالونو کې  ۴۹۹۸ پروژې د څښاک سکتور، ۷۲۴ پروژې د ټرانسپورټ، ۷۵ پروژې د انرژي په برخه کې چې ټولې ۵۷۹۷ پروژې کیږي،  پلي کړي چې ۱۵ ميليونه خلکو ترې ګټه اخېستي او درنو هېوادوالو ته یې ۸،۵ ميلیونه کاري ورځې هم ایجاد کړې دي.

د دې ترڅنګ د څښاک  او کرنيزو ځمکو د اوبه کولو په موخه ۵،۹۳۴ پروژو، د ټرانسپورټ په برخه کې ۵۸۵ پروژو او د انرژۍ په برخه کې ۱۱۰۵ پروژو چارې روانې دي، چې ټولې ۷،۶۲۴  پروژې کيږي او له دې پروژو څخه به ۹،۳ ميلیونه خلک ګټه اخلي او یو ميلیون کاري ورځې به  هم ایجاد کړي.