ولسمشر غني: د مخامخ خبرو پيل د افغان امنیتي ځواکونو د قربانیو پایله ده 

روهي (نۍ/۲۲ د وږي)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه په ګلخانې ماڼۍکې ترسره شوه.

د يادې غونډې يوې برخې کې ولسمشر غني ويلي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ډلې ترمنځ د مخامخ مذاکراتو پیل د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو پایله وبلله او وې ویل، د افغانستان حکومت به دا پروسه په تدبیر او پیاوړې اراده داسې مخته یوسي چې د جنګ د پایته رسېدو، د تلپاتې، باعزته او داسې سولې لامل شي چې د هر افغان غوښتنې او د تېرو نولسو کلونو لاسته راوړنې په کې خوندي وي.  

د هیواد جمهوررئیس  د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو د قدردانۍ ترڅنګ وویل، په امنیتي ځواکونو کې د تغییراتو په اړه د امنیتي بنسټونو وړاندیزونه د تائید وړ دي او د لا زیات ښه والي لپاره یې باید اصلاحي طرحه جوړه شي.  

جمهوررئیس امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د لویو لارو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او هغوی چې خلکو ته خنډونه او ستونزې جوړوي باید د امنیتي ځواکونو له چوکاټ څخه لیرې شي.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، د سولې لپاره د حکومت دریځ واضح دی او د افغانستان مذاکراتي پلاوی د متحد افغانستان او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت استازیتوب کوي  او حکومت تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره په پیاوړي دریځ، تدبیر، برنامې او ارادې مخته ځي.