طالبانو افغان حکومت سره د سولې بين الافغاني خبرو لپاره يو ۲۱ کسيز پلاوی ټاکلی دی. دغه پلاوی به سره له همدې دوشنبې د افغان حکومت مرکچي پلاوی سره د سولې مخامخ خبرې کوي.
طلوع نيوز هغه نوملړ خپور کړی دی چې د طالبانو د ۲۱ کسيز پلاوي د غړو عمرونه، ولايتونه او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دوی دندې په کې په ګوته شوي دي.
۱- مولوي عبدالحکیم حقاني د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر چې ۶۳ کاله عمر لري، د کندهار د میوند ولسوالۍ دی. نوموړی د طالب ډلې له بنسټګرو او ملاعمر ته له نژدې کسانو او همدارنګه ددغې ډلې په تشکیلاتو کې یې لکه د سترې محکمې د رییس په توګه کار کړی دی.
۲- شېرمحمد عباس ستانکزی په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال دی. ۶۱ کلن ستانکزی د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ اوسېدونکی دی. په پوځي برخه کې یې په هند کې زده کړې دي او د طالبانو په دوره کې یې د بهرنیو او عامې روغتیا وزارت د معینیت په څوکیو کې کار کړی دی.
۳ - محمد فاضل مظلوم ۵۴ کلن دی او د ارزګان د چارچینو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی. نوموړی له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۴ کاله د ګوانتانامو په زندان کې و؛ د طالبانو په دوره کې د دفاع وزارت مرستیال او د دې ډلې لوی درستیز و.
۴- عبدالسلام حنفي ۵۱ کلن دی او د جورجان ولایت په قوش تیپه ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
۵- عبدالمنان عمري د طالبانو په تشکیلاتو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په تړاو د شکایتونو د اورېدو کمېسیون مشري پرغاړه لري.
۶- مولوي عبدالکبیر ۴۸ کلن دی او د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړی د طالبانو په دوره کې د ننګرهار والي و.
۷- امیرخان متقي په تېرو څو لسیزو کې د طالبانو مشهوره څېره ده چې ۵۰ کاله عمر لري او د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. متقي د طالبانو په دوره کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر و.
۸- نورالله نوري د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اوسېدونکی دی او ۴۹ کاله عمر لري. نوموړی چې د طالبانو په دوره کې د لغمان والي و، دولس کاله په ګوانتانامو زندان کې بندي و.
۹- دین محمد حنیف ۵۷ کلن دی او د بدخشان په یفتل ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. نوموړی د طالبانو په مرکچي پلاوي کې پر غړیتوب سربېره، د طالبانو په سیاسي دفتر کې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د دې ډلې د اړیکو مسوولیت پرغاړه لري.
۱۰- عبداللطیف منصور د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې زېږېدلی او ۵۳ کلن دی. ده د طالبانو په دوره کې د کرنې د وزیر په توګه کار کړی دی.
۱۱- عبدالله حنفي په ملا شیرین آخند مشهور د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د ملا عمر د کور د امنیت ساتلو مسوولیت یې پر غاړه درلود.
۱۲- مولوي محمد قاسم د جورجان د فیض آباد ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او ۴۹ کاله عمر لري. نوموړي دیني زده کړې کړې دي او د افغانسان په شمال کې یې د طالبانو لپاره د نظامي محکومو په برخه کې کار کړی دی.
۱۳- فریدالدین محمود د پکتیکا په مرکز کې زېږېدلی دی او په حقانیه دارالعلوم کې یې زده کړې کړې دي.
۱۴- مطیعالحق خالص ۵۹ کلن دی او د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. نوموړي هم دیني زده کړې کړې دي او طالبانو او امریکا به مذاکراتو کې یې هم حضور درلود.
۱۵- ملا خیرالله خیرخواه د کندهار ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر و. خیرخواه هم په ۲۰۰۲ کال کې ونیول شو او په ګوانتانامو کې زنداني شو.
۱۶- شهاب الدین دلاور د لوګر په پل علم کې زېږېدلی دی او ۵۸ کلن دی. نوموړی د طالبانو په دوره کې په اسلام آباد او وروسته بیا په سعودي عربستان کې سفیر و. نوموړی اوس مهال له افغان لوریو سره د طالبانو د سیاسي دفتر د اړیکو مسوول دی.
۱۷- عبدالحق وثیق د غزني د خوګیاڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او دیني زده کړې یې کړي دي. وثیق هم شاوخوا دولس کاله په ګوانتانامو کې بندي و.
۱۸- محمد نبي عمري د خوست د اسماعیل خېلو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او ۴۹ کلن دی. هغه هم د ګوانتانامو پخوانی زنداني دی او له امریکا سره د سولې د مذاکراتو تجربه لري.
۱۹- محمد سهیل شاهین د پکتیا د احمد ولسوالۍ اوسېدونکی دی او سربېره پر دې چې د کابل پوهنتون د انګلیسي ادبیاتو له برخې فارغ شوی دی، د خبریالۍ سند هم لري.
۲۰- محمد انس حقاني د طالبانو د مرکچي پلاوي تر ټولو ځوان غړی دی او یوازې ۲۶ کاله عمر لري. انس حقاني د جلال الدین حقاني کشر زوی دی او د پکتیا په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
نوموړی چې د کابل د امریکایي پوهنتونو د استادانو د خوشې کېدو په بدل کې یې خوشې کېدل، په میاشتو میاشتو د بحثونو وړ وو؛ پر دیني زده کړو سربېره له څو ژبو او ځینو ټکنالوژیو سره بلد دی.
۲۱- ډاکټر محمد نعیم د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې زېږېدلی دی او ۴۶ کلن دی. لس کاله کېږي چې نوموړی د طالبانو د سیاسي دفتر غړی دی او په دې وروستیو کې د دې دفتر د ویاند په توګه معرفي شوی دی.
وروستي