د طالبانو او حکومت ګډه هوکړه؛ مخامخ سره کېنو منځګړي ته اړتيا نشته 

روهي (نۍ/۲۲ د وږي)، نن د سپټمبر مياشتې ۲۲مه نېټه د افعان حکومت مرکچي پلاوی اوطالب استازي قطر کې مخامخ سره کيني. 

افغان حکومت او طالبانو په دې هوکړه سره کړې ده چې د سولې بين الافغاني خبرې به سره مخامخ کوي او منځګړي ته په کې اړتيا نشته. 

د سولې دغه خبرې د بل هر هېواد له مځګړېتوب او د سهولت رامنځ ته کوونکي ډلې له شتون پرته نيغ په نيغ د افغانانو ترمنځ کيږي. 

په دې اړه زلمي خليلزاد رسنيو ته ويلي، "اوس موږ داسې یوې پروسې ته داخل شوي یو چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ ده، کله چې افغانان سره ګوري هلته به هېڅ منځګړی یا سهولت جوړونکي نه‌وي. موږ به د اړتیا په وخت کې مرستې ته تیار یوو، که هرې خوا اړتیا درلوده موږ به‌يې څارونکي او مرستندوی یو، خو که‌یې مرستې ته اړتیا نه‌درلوده، پروا نه‌لري، ښه خبره به وي."

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت نوماند وزير محمد حنيف اتمر چې افغان پلاوي سره د بين الافغاني خبرو لپاره دوحې ته تللی، رسنيو ته ويلي دي، چې هوکړه په دې شوې ده چې افغان حکومت او د طالبانو د اسلامي تحريک استازي د منځګړې له شتون پرته مخامخ سره ناسته کوي.