د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم دوحې ته رسیدلی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په بین الافغاني خبرو کې د ګډون لپاره دوحې ته رسېدلی دی.‌
 

ټاکل شوې ده چې دا خبرې سبا شنبه د افغان دولت او طالبانو د پلاوي ترمنځ پیل شي،‌ خو پرانیستونکې غونډه کې به یو شمېر بهرني مېلمانه هم ګډون کوي.‌
 

د افغان دولت پلاوي مشر عبدالله عبدالله وایي،‌ له دې خبرو د مثبتې پایلې تمه لري.