د فرانسې حکومت له دغه دوه طالب بنديانو خوشي کېدو سره مخالفت ښوودلی دی 

روهي (جمعه/۲۱ د وږي)، افغان حکومت هغه شپږ طالب بنديان هم ازاد کړل چې د فرانسې او اسټراليا په شمول يو شمېر هېوادونو يې له خوشي کېدو سره مخالفت ښوودلی. 

د طالبانو شپږ جنجالي بنديان له خوشي کېدو وروسته د قطر پلازمېنې دوحې ته لېږل شوي  دي. دوی به هلته تر يو وخت پوري تر څار لاندې وي. 

د فرانسې بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، "فرانسه بیا د هغو کسانو له خوشي کېدو سره خپل مخالفت ښيي چې د فرانسوي وګړو پرضد یې جرم کړی، په تېره د هغو فرانسوي پوځیانو او انساني حقونو د کارمنانو په هکله چې زموږ له افغان ملګرو سره یې اوږه په اوږه د اړمن ولس د امنیت او اړتیاوو پوره کولو لپاره په سرښندنه کار کړی دی. "

دغه شپږ بنديانو کې دوه تنه يې د ضیا احمد او عبدالنبي په نومونو دي چې د يوې فرانسې ميرمنې پر وژنې تورن وو او افغان حکومت پرې د اعدام حکم کړی وو. 

طالبانو بيا منلې ده چې شپږ بنديان يې قطر ته رسېدلي دي خو زياتوي چې حکومت د دوی هغه ټول بنديان نه دي خوشي کړي چې نوملړ يې ورته سپارل شوی وو.