مايک پمپيو: طالبانو جدي ژمنې کړې دي خو به وګورو چې پلي کوي يې 

روهي (جمعه/۲۱ د وږي)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو نن ورځ د قطر پلازمېنه دوحه کې د بين الافغاني خبرو د پيل په پار دوحې ته تللی دی. 

نوموړي دوحې ته له تګ وړاندې له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي  دي چې طالبانو دوی سره سولې ته د رسېدو په پار جدې ژمنې کړې دي خو دوی يې پلي کولو ته منتظر دي. 

د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير دا هم ويلي دي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو پوري اړه لري. 

د يادونې ده چې د حکومت د مصالحې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان حکومت مرکچي پلاوي نن د بين الافغاني خبرو په موخه دوحې ته لاړ.