دوستم: طالبان دومره غښتلي نه دي څومره چې په اړه ويل کيږي

روهي (جمعه/۲۱ د وږي)، د جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم وايي چې طالبان دومره غښتلي نه دي څومره يې چې په اړه ويل کيږي او ښوددل کيږي. 

دوستم له طلوع نيوز په مرکې ويلي دي خو که چېرې د سولې بين الافغاني خبرې ماتې شي، نو طالبان به په کې لا غښتلي شي. 

دوستم وايي چې د سولې خبرو پلاوی دی. دی وړاندوينه کوي چې د سولې خبرې په ماتېدو سره به طالبان افغانستان کې  د اسلامي امارت نظام د جوړېدو په هڅو کې شي. 

دوستم دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي دي چې تازه نن ورځ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی دوحې ته لاړ.