د افغان حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره قطر ته ولاړ

د افغان حکومت مرکچي پلاوی بالاخره له اوږد ځنډ وروسته له طالبانو سره د مذاکراتو د رسمي پیل لپاره قطر ته ولاړ.
 
د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل مراسم سبا د شنبې په ورځ پیلېږي، خو رسمي خبرې به د دوشنبې په ورځ پیل شي.
 
له مرکچي پلاوي سره په دې سفر کې یو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي هم شته. د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، د سولې په چارو کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی او د دې شورا مرستیال سلام رحیمي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هم له دې پلاوي سره مل دي.