شل کلنې لاسته راوړنې

یو شمیر خلک چې له تیرو شلو کالو په حکومت کې کار وکړ په میلونو نو ډالرو یې وګټل ،له هېواد څخه بهر او داخل کې کاروبارونه لري خو اوس چې حکومت کې برخه نه لري نظام په ړنګیدو پسې راخیستې دویم هغه ډله خلک دي چې د پردیو په لمسونه په هېواد کې د نظام ړنګیدو لپاره بیلا بیلې پلمې کوي  کله چې یو شمیر هېواد  پال وګړي په هېواد کې د شل کلنو لاسته راوړونو خبرې کوي نو دوی ورته یو شمیر مفسدین او ځو مقررې انجونې یادوي چې دا ټولې شل کلونو لاسته راوړنې، موږ پرې پوهیږو چې دوی په همدې پلمه د نظام د له منځه وړلو لپار په منظم ډول کار کوي کنه تیرو شلو کالو لاسته راوړنې چې هر هېواد پال افغان ته ارزښت لري په لاندې ډول دي :

1.      افغانستان نن 9 میلیارده اسعاري زیرمې لري 
2.      د افغانستان هر ولایت یو دولتي پوهنتون لري
3.      د افغانستان هره ولسوالۍ کې ښوونځي شتون لري
4.      د افغانستان هر ولسوالۍ نژدې سړک لري
5.      په افغانستان زرګونه نجوني او هلکان پوهنتونونه لولي
6.      په افغانستان کې میلونونه هلکان او نجوني ښونځي لولي
7.      زرګونه افغانان ماسټري او دوکتورا زده کړې لري
8.      افغانستان کلني ډول سلګونه پروزاونه نړۍ ته لري
9.       افغانستان کابو اته میلیارده بهرنۍ سوداګري لري
10.  سلوګونه انځوریزې ،چاپي او غږیزې رسنۍ لري
11.  میلونه افغانان کار لري
12.  افغانستان 22 میلیارده رسمي اقتصاد لري
13.  220 زره زده کوونکی د ښې راتلونکی په موخه کانکور کې ګډون کوي
14.  د افغانستان هر ولایت پوره ادارې کمپلیکس لري
15.  په افغانستان کې ملیاردونه ډالره شخصي پانګونه شوی
16.  افغانستان دوه سوه زره  امنیتي ځواکونه لري
17.  افغانستان هوايي ځواک لري
18.  افغانستان زرګونه میله  سپکې او درنې وسلې لري
19.  د افغانستان هر لویه لار جوړ ده
20.  میلونونه افغانان مخابراتي خدمات کاروي
21.   افغانستان د نړۍ لسګونه  هېوادونه سره  سیاسي اړیکې لري
22.  د افغانستان هر وزارت پوره ادارې سیستم لري
23.  افغانستان په ورزش کې مډالونه لري
24.  کرکټ هر نړیوال جام کې د افغانستان ګډون دی
25.  افغانستان میلیاردونه افغانۍ مالي سیستم لري
26.   افغانستان وروسته 101 کله ریل پټلۍ لري
27.  زرګونه افغانان د هېواد د ښې راتلونکی په موخه زده کړې کوي
28.  افغانستان زرګونه روغتونونه لري
29.  د افغانستان  د هر ولایت مرکز بريښنا لري
30.  په افغانستان هر کال سل ګونه کتابونه چاپيږي
31.  شل کلنه لاسته راوړنه سلما بند دی
32.  شورابک بند دی
33.  د شاه عروس بند دی
34.  پاشدان بند دی
35.  لسګونه نړیوال ادارو سره اړیکې لري
36.  نژدې هر ولایت هوايي ډګر لري
37.  سلګونه پلونه ،پلچکونه جوړ دي
38.  لسګونه د اوبو کانالونه دي
39.  سلګونه تجارتي مرکزونه دي
40.  زرګونه تخنکي زده کړو مرکزونه دي
41.  د افغانستان هر کلی له نړۍ سره وصل دی
42.  افغانستان د سوداګرۍ نړیوال سازمان  غړیتوب لري
43.  میلیادرونه افغانۍ عواید لري
44.  سلګونه ښارګوټي لري
45.  زرګونه فابریکې لري
46.  لسګونه مالي ادارې
47.  د مرکزي اسیا او سویلي اسیا د انرژۍ د لیږد په دهلیز بدلیدونکی دی
48.  افغانستان د مرکزي اسیا او سویلي د اتصال نقطې باندي بدلیدونکی دی
49.  افغانستان د ایران او چین د نښلونکې نقطه ده
50.  بیلا بیلو برخو کې سلګونه قوانین تصویب شوي
51.  هر افغان د نظر د څرګندولو حق لري ،لیکل کوي ،نیوکې کوي .
52.  لسګونه نړیوال او سیمه ییزو سازمانونو کې غړیتوب لري
53.  لسګونو هېوادونو سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري.

دا  او دې ته ورته په سلګونو نور پرمختايي کارونه ترسره شوي ،خو دوی یوازې یو څو نجونې پلمه کوي ،یو څو مفسد اشخاص درته په ګوته کوي چې ګویا دا شل کلنې لاسته راوړنې دي.

هیڅ وطن پال افغان نه غواړي چې افغانستان یو ځل بیا په کنډواله بدل شي د هر ځوان او پيغلې ارمان له خاورو سره خاورې شي ،بیا ګډوال شی چې ایران او پاکستان یې په کشمیر او سوریه کې وجنګوي .
موږ ټول به نظام کې د جدي اصلاحاتو غوښتونکي یو،په هره برخه کې باید ښه والی راشي نه دا چې دا هر څه خاورو سره خاورې شي.