له افغان حکومت د امريکا غوښتنه: کرام الدين کريم ونېسئ 

روهي (پنځه نۍ/۲۰ د وږي)، کابل کې د امريکا متحدو ايالتو سفارت شارژدافير راس ویلسن په يو ټوېټ کې د افغانستان له حکومت غوښتي دي چې د افغانستان د فوټبال فدراسيون پخوانی مشر کرام الدين کريم دې ونېسي او قانون دې پرې پلی کړی. 

په دغه ټوېټ کې ويل شوي دي، "امريکا افغانستان کې د ښځينه فوټبال لوبغاړو ملاتړ کوونکې ده او له حکومت غواړي چې کرام الدين کريم چې د فوټبال نړيوال فدراسېون له خوا د نجونو په جنسي ځورنې تورن دی، ونېسي او قانون پرې پلی کړي."

کابل کې د امريکا سفارت په داسې وخت کې له افغان حکومت د کرام الدين کريم د نېونې غوښتنه کړې ده چې څه وخت وړاندې کورنيو چارو وزارت پنجشېر ولايت کې د نوموړي د نېونې عمليات وکړل خو په نېونې يې بريالي نه شول.