پر امر الله صالح برید چا وکړ؟


تېره ورځ د کابل ښار تايمني سيمه کې د ولسمشر پر لومړي مرستيال امرالله صالح ماين چاودنه کړې چې دی په کې برسېرن ټپي شوی دی. ياده چاودنه کې لس کسان وژل شوي او ۱۶ ټپيان شوي دي.

په کور دننه او بهر کې پر امرالله صالح برید غبرګونه را پورته کړل او بريد وغندل شو. د افغان سیاسيونو او حکومتي چارواکو وراېخو، زلمي خليلزاد او د پاکستان بهرنيو چارو وزارت هم دغه برید غندلی او طالبانو په کې خپل لاس لرل رد کړي.

دا بريد دوه او يوه ورځ وروسته له هغې کیږي، چې امرالله صالح په طلوع نيوز کې په خپلې ځانګړې مرکې کې د طالبانو او امریکا هر وړاندې تونده ژبه وکاروله. ده وویل چې د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه نه بلکې د يو افغان په توګه طالبانو سره سوله نه کوي او که طالبان حکومت کې وي نو دی په کې دنده نه ترسره کوي.

صالح د امريکا او په ځانګړي ډول د زلمي خليلزاد په اړه ويلي چې امريکا د خپلو او مونږ د خپلو ګټو په لټه کې يو. خليلزاد يو امريکايی دی او مونږ افغانان. اړیتا نشته چې پر زلمي خليلزاد د باور جوړولو/درلودلو اړتيا شتون ولري.

نوموړي د پاکستان په اړه وويل چې له طالبانو ملاتړ کوي. خليلزاد همدا ډول د ډيورنډ د کرښې په اړه ويلي چې ورته د منلو نه ده او پیښاور د افغان خاورې برخه ده. د ولسمشر لومړي مرستيال ويلي دي چې که دغه نسل ونه کړای شول، راتلونکي نسلونه به هم ډيورنډ پاکستان ته مفت ورنه کړي.

له دې وراېخو، د احمدشاه مسعود د مړينې په ۱۹ تلين غونډه کې د امرالله صالح د وينا پر مهال د تالار له منځه (مرګ بر امرالله صالح) شعارونه پورته شول او د شمال ټلوالې ملاتړو او د مسعود وير کوونکو له نوموړي سره په دې ډول خپل مخالفت وښوود.

کورنيو چارو وزارت وایي چې چاودېدونکي توکي داسې وو چې د طالبانو اړوند حقاني ډله يې کاروي، خو طالبانو په ټوېټر ولیکل چې چاودنه کې لاس نه لري.

طالبانو، امريکا، پاکستان، د مسعود يو شمېر خواږو او يو شمېر پخوانیو څېرو سره د امرالله صالح مخالفت او پر نوموړي بريد، پوښتنې راپورته کړي دي‌. په ظاهره هر لوري امرالله صالح سره خواخوږي ښيي خو مالومه نه ده چې بريد د چا کار وو او د کومې موخې په پار يې کړی.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200910_100741_692.sdoc-->