
نوراحمد عايل
د بنډل ،بنډل روا پيسو درلودل په هغه وخت کې خوند کوي چې له يو بل اړ سره مرسته هم پرې وکړې.خو د ډېرو پيسو شمېرل بيا يو څه ستونزمن کار دى ،ځينې خلک چې د افغانستان په لسو کې اته کسان هم پکې راځي د رواني تکليفونو له امله څو،څو ځلې لوټونه شمېري ځينې نور يې لامل په تکليف پيسې گټل او يا هم د لوټونو زوړوالى ښيي ،خو ورسره ورسره رواني تکليفونه هم مهم رول لري ، اوس د داسې خلکو او هغو خلکو لپاره چې په ناسمو لارو يې خورا ډېرې پيسې پيدا کړى دي؛ داسې گوتمۍ راوتلې ،چې هغو بنډل شمېرنکو ماشينونو ته يې اړتيا نه ده پرېيښې ،چې بې له برېښنا کار نه کوي او يا يې وړل له يوه ځاى څخه بل ځاى ته ستونزمن وي. اوس د ټکنالوژي په پرمختگ داسې گوتمۍ راوتلې چې د لاس گوتې ته وراغوستل کېږي او ډېرې په اسانۍ د پيسو شمېرولو او يا هم د يوۀ کتاب په پاڼې اړولو کې مرسته درسره کوي.
د لوټونو او يا پاڼود هر لوټ حساب په خپل LED ښيښه درته ښيي.
ډېره کره او سپکه گوتمۍ ده، چې د نسوار له خلتې څخه هم کم وزن لري.