د مسعود زوی: اجرائيه رياست يې ښه پيل وو؛ د افغانستان نظام دې فدرال او اساسي قانون دې تعديل شي 

د حمد شاه مسعود زوی احمد مسعود له رسنيو سسره په خپلو وروستيو خبرو کې ويلي  دي چې دی په افغانستان کې د نظام د تغير غوښتونکی دی او اوسنی نظام چې متمرکز نظام نظام دی بايد ووېشل شي. 

نوموړي له خورشيد تلويزون سره په خپلې وروستۍ مرکې ويلي دي چې د اجرائيه رياست په جوړېدو سره د نظام د تغير هيلې ژوندۍ شوې وې، خو له بدمرغه چې دوام يې ونه کړ. 

احمد مسعود وايي چې د افغانستان اوسنی متمرکز نظام د ستونزو لامل دی او بايد د اساسي قانون په تعديل سره دغه نظام فدرال شي او د لومړي وزير څوکي هم په رامنځ ته شي. 

نوموړي د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي، چې د خپلو ترونو (احمد ضياء مسعود او احمد ولي مسعود) ترڅنګ د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح او د مصالحې عالي شورا مشر چې د احمد شاه مسعود د څنګ کسان وو، ورته د درناوي او احترام وړ دي.