عطا: مسعود د سولې لپاره جګړه کوله 

روهي (درې نۍ/۱۸ د وږي)، د جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس جنرال عطا محمد نور د وږې مياشتې د اتلسمې نېټې په اړه خپل پيغام کې ويلي دي چې احمده مسعود جګړه غوښتونکی نه وو او د سولې  لپاره يې جګړه کوله. 

عطا لېکلي دي چې احمد شاه مسعود به هر وخت په خپلوو خبرو کې ويل چې د يو سوله ييز او پرمختللي افغانستان ارمان لري او په همدې پار جګړه کوي. 

د عطا محمد نور د خبرو اړوند احمد شاه مسعود په افغانستان کې د يو ديموکرات نظام لپاره جګړه پيل کړې وه او دا يې ارمان او  هيله هم وه. 

د جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس عطا محمد نور لېکلي چې د پخواني شوري يووالي او ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د احمد شاه مسعود مقاومت د وياړ وړ دی. 

احمد شاه مسعود ته د حامد کرزي د واکمنۍ په لومړيو کالونو کې د هېواد د ملي اتل لقب ورکړل شو، خو ډېری افغانان نوموړی د کورنيو جګړو پر مهال د جګړې د مهم اړخ په توګه پېژني او د کورنيو جګړو پر مهال افغانستان کې د ورانيو او ناخوالو پړه يې پر غاړه اچوي.