کورنيو چارو وزارت د مسعود ۳۵ خپلسري او قانون ماتونکي وير کوونکي نېولي دي

روهي (درې نۍ/۱۸ د وږي)، کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې نن ورځ د وږې مياشتې پر اتلسمه نېټه کابل کې ۳۵ هغه کسان نېولي دي چې د عامه نظم د ګډوډلو هڅه يې کوله. 

دغه کسان چې بې قانونه وسلې ور سره وي او  کابل ښار کې يې هوايي ډزې کولې نېول شوي دي. کابل ښار کې هر کال د احمد شاه مسعود د مړينې پر ورځ يو شمېر کسان بې نظمۍ رامنځ ته کوي چې حکومت يې تر اوسه پر مخنېوي نه دی بريالی شوی.

د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي  دي چې له نېول شوي کسانو يو شمېر وسلې او موټرونه هم تر لاسه شوي دي او يو شمېر نور کسان تر امنيتي څار لاندې دي. 

که څه هم افغان حکومت د احمد شاه مسعود د مړينې ورځې او په لويه کې د شهيد اوونۍ د لمانځنې په پار يو کمېسيون ټاکلی وو، خو بيا هم کابل ښار نن د بې نظمۍ او خپلسرۍ شاهد وو.