سیاسي کارپوهان او د امریکې انتخابات!

نن سبا، د افغاني تلویزیونو په سیاسي بحثونو کې، لږ تر لږه ۳ ډوله سیاسي کارپوهان، تر سترګو کیږي.

لومړی ډله ىٔې، له افغانستان څخه د خارجي قواوو، ژر تر ژره وتل غواړي. دغې ډلې ته د وطن بشپړه آزادي، تر هرڅه د اهمیت وړ ده. دوی غواړي، چې پخپل ملک کې پوره واک او اختیار ولري، او په ټولو برخو کې یې خپل ملک، تر خپل رغنده کنترول لاندې وي.

دغه ډله سیاسي کارپوهان غواړي، چې دغه اوسني حالت ته د پای ټکی کیږدي، او خپل وطنوال، له دغه ستونزو او ناوړه حالت څخه وژغوري.

دغه ډله کارپوهان، په ریښتیا سره غواړي، چې خپل وطنوال له دغه ذلت او غلامۍ څخه خلاص کړي، او د زړه له کومي د دوی د خدمت لپاره، د مناسبې زمینې د برابرولو هیله مند ښکاري.

دغه ډله سیاسي کارپوهان غواړي، چې د افغانانو تېر برم بېرته را ژوندی کړي، او د نړۍ وګړو ته وشودل شي، چې افغانان پخپل وطن او ناموس سر ورکوي، او هېچا ته به حتٰی د سر په بیه هم، دا اجازه ورنکړي، چې د دوی وطن او ناموس ته په بده سترګه وګوري.

دغه ډله سیاسي کارپوهان، پخپلو خبرو کې ډېر ثابت معلومبږي، او د دوی له خبرو، دا په ښکاره توګه څرګندیږي، چې د دوی زړه پدغه ملک سوځي.
دغه ډله سیاسي کارپوهان، په هر وخت کې د حقیقي سولې ملاتړ کوي، او د دوی له خبرو دا په څرګند ډول معلومیږي، چې په ریښتیا سره، پخپل ملک کې بشپړه سوکالي غواړي.

الله(ج) د وکړي، چې د دوی خبرې، د دوی په عمل کې همداسې وځلیږي.
د یادولو وړ ده، چې یو تعداد لیکوال هم د دوی په شان، هر وخت د حقیقت څخه ډکې لیکنې کوي، او دوی هم پخپلو لیکنو کې، د خپل ملک بشپړه آزادي، او سوکالي منعکس کوي.

دویمه ډله سیاسي کارپوهان، شپه او ورځ دعاوې کوي، چې په امریکه کې د دېموکرات ګوند انتخابات وګټي، او امریکه خپلې قواوې له افغانستان څخه ونه باسي (ډېر افسوس!). دغې ډلې کارپوهانو ته، یوازې خپلې شخصي ګټې مهمي دي، او ددې پروا نه ساتي، چې په ملک کې یې څه تیریږي. دغې ډلې په اصطلاح سیاسي کارپوهانو ته، هر بادرده افغان باالکل حیران وي، چې دوی د خپلې چوکۍ، او شخصي ګټو په خاطر، د هرچا غلامۍ ته هرکلی وایي، او هغه د زړه له کومي قبلوي، او حتٰی د خپلې چوکۍ د یوې ورځې تمدید ته هم ډېر خوشحاله وي.

د ډېر تعجب خبره خو بیا دا ده، چې دغه ډله کارپوهان خپل ځانونه، بیا ددې وطن اصلي بچیان هم ګڼي!

دوی په ډېره بې شرمۍ، هغې لومړۍ ډلې ته، د نورو غلامان وایي. البته، اصلي غلامان، او وطن پلرونکي خو همدوی دي، لېکن دوی نه پوهیږي.

دا به څرنګه افغان وي، چې پخپل وطن کې د بهرنیانو غلامي قبوله کړي، او هم یې هر وخت د نورو پاتې شونو ته سترګې نیولې وي.

دغې ډلې، د خدمت تر نامه لاندې، وطن باالکل وران کړ، د وطن هډوکي یې بهر ته یوړل، ملي سرمایه یې ټوله چور کړه، او د بهرنیانو خدمت کول، خپل افتخار هم ګڼي.

دغه ډله، باید د ملک له ټولو بادرده افغانانو څخه بښنه وغواړي، او نور ددغه ملک وګړي پریږدي، چې د عزت ژوند ولري.

درېیمه ډله سیاسي کارپوهان، کومه ثابته مفکوره او پالیسي نلري، دوی د سیاسي وضعې ورځنۍ پلې ته ګوري. کله لومړی ډله، او کله دویمه ډله تاىٔیدوي، او کله کله دواړه ډلې نفي کوي هم. دوی خپل ځانونه، تر نورو ښه وطندوست افغانان هم معرفي کوي. دغه ډله په اصطلاح سیاسي کارپوهان، د وطن د آینده په هکله ډېر مطمىٔن نه ښکاري.

دغه درېیمه ډله، په حقیقت کې د زړه میلان، دویمې ډلې ته لري، اما کله کله، د لومړۍ ډلې د زړه له پاسه هم ملاتړ کوي.

زما په اند دغه ډله کارپوهان، ډېر خطرناک دي.
زما مشوره دغې ډلې ته داده، چې دوی نور خپل ځانونه، په صداقت سره، د لومړۍ ډلې سره یوځای کړي. دا پدې خاطر، چې د دویمې ډلې سیاسي کارپوهان، په هېڅ صورت کې د اعتبار وړ نشي ګرزېدلای. هغوی ټول اعتبار په عملي توګه له لاسه ورکړی، او نور باید په دوی اعتبار ونکړل شي، او د دوی لاسونه باید له هرنوعه قدرت څخه لنډ کړل شي.
 

د پام‌ وړ ټکي:
زیاتره افغانان د خپل ملک بشپړه آزادي، او سوکالي غواړي. یعنې له هغو ټولو بدو شیانو څخه بشپړ خلاصون غواړي، چې هغه د اسلام د سپېڅلي دین سره په ټکر کې دي.

ټول هغه افغانان، چې د اسلامي نظام د قایمولو ارمان په زړه کې ساتي، باید په اوسني وخت کې سره یو موټی شي، او د اسلام په رڼا کې د خپل وطن د پوره آزادۍ د لاسته راوړلو په لاره کې، هلې ځلې وکړي، او خپل ملک د هر نوعه بې انصافۍ، بې عدالتۍ، او تعصب څخه پاک کړي.

هغه افغانان، چې متأسفانه خپله سوکالي، هر وخت په اشغال، او غلامۍ کې ویني، باید پوه شي، چې د دوی اصلي سوکالي، او عزت په آزاد، او اسلامي افغانستان کې امکان لري، او بس.

راځئ، چې د حقیقت په سترګو د خپل ملک حالت ته وګورو، او د هغه د خلاصون لارې او چارې د اسلام په رڼا کې ولټوو.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان خلک، لیکوال، او سیاسون هم، پدغه ۳ ډلو، وېشل شوي دي.

په پای کې دعا کوم، چې الله(ج) د، ددغه وطن، په اسلام او وطن مین خلک، او لویې اسلامي پرګنې سره یو موټی کړي، تر څو وکولای شي، چې په ریښتیا سره، د دغه وطن، یووالی، عزت، آزادي، او افتخار، بېرته لاسته راوړي. آمین یارب العالمین.

همدارنګه، خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د، په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله اومنظوره وي. آمين یارب العالمین.

زه یوځل بیا خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول اومنظور وي. آمين یارب العالمین.

همدارنګه، الله(ج) ته د دعا دپاره یو ځل بیا لاسونه پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، دغه د کورونا، د وایرس ناورین، پخپل رحمت سره له ټولې نړۍ ورک کړي. آمین یارب العالمین