روهي (درې نۍ/۱۸د وږي)، د کاپيسا ولايت له نجراب ولسوالۍ راپورنه وايي چې له تېرو درېيو مياشتو د ولسي پاڅون کوونکو په نوم پر سلګونه کسانو وسلې وېشل کيږي. د سيمې د خلکو په وينا چې تر اوسه ۷۵۰ کسان وسله وال شوي دي.
خلک وايي چې په شخصي جامو کې د کسانو وسله وال کېدلو، په دغه ولسوالۍ يو ډول ويره خپره کړې ده.
د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوال هم مني چې دغه ولسوالۍ کې يو شمېر کسان د ولسي پاڅون کوونکو تر نوم لاندې وسله وال شوي دي. د نجراب ولسوال عبدالقدوس مجددي رسنيو ته ويلي دي چې دغه کسان په دې ولسوالۍ په درېيو قومندانو پوري تړاو لري.
له نجراب ولسوالۍ ور اېخوا د کاپيسا په يو شمېر نورو ولسواليو کې هم کسان وسله وال شوي دي چې ځايي خلک يې له دوی سره د مشورې په اړه شکايت کوي او زياتوي چې د دغه کسانو مسووليت ناڅرګند دی.
وروستي