خليلي: په هېڅ صورت د طالبانو اسلامي امارت نه منم 

روهي (درې نۍ/۱۸ د وږي)، هزاره مشر او د افغانستان د ملي يووالي ګوند مشر محمد کريم خليلي نن ورځ کابل کې د احمد شاه مسعود د مړينې ۱۹ تلين غونډه کې ويلي دي، چې د طالبانو اسلامي امارت نظام هېڅ ورته د منلو نه دی. 

دغه هزاره مشر ويلي دي چې سوله په دې مانا نه ده چې افغانستان له نن ۱۹ کاله وړاندې پخواني وضعيت ته لاړ شي او بيا افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت واکمن شي. 

خليلي د خپلو خبرو په يوې برخې کې ويلي دي، چې دا غوښتنه چې طالبان دې تسليم شي او افغان حکومت سره د يو ځای شي، منطقي خبره نه ده، خو دا په دې مانا هم نه ده چې د تېر په څېر دې د طالبانو اسلامي امارت واکمن شي. 

نوموړي په دې ټنېګار کړی دی چې د افغانستان د روانې خونړۍ مسالې حل په سوله کې دی، او هېڅ لوری بايد په دې برخه کې خنډونه جوړ نه کړي.