طالبانو د پنجشير پر آبشار ولسوالۍ بريد کړی 

روهي (درې نۍ/۱۸ د وږي)، د پنجشېر ولايتي مسوولين وايي چې نن ورځ وسله والو طالبانو د دغه ولايت پر ابشآر ولسوالۍ بريد کړی دی. 

د پنجشېر د ولايتي شورا رئيس عزم‌الدین میرزایي رسنيو ته ويلي دي چې طالبان پر ابشار ولسوالۍ له بريد وروسته د يادې ولسوالۍ يو شمېر سيمې نېولې دي. 

سيمه کې ځايي اوسېدونکي وايي چې د طالبانو شمېر تر ۷۰ تنو رسېدو. 

مسوولين وايي د پنجشېر له مرکز څخه مرستندويه ځواکونه يادې ولسوالۍ ته استول شوي دي. د پنجشېر ابشار ولسوالي نورستان ولايت سره په ګاونډ کې پرته ده.