مير رحمان رحماني: صالح مونږ ته سپکاوی کوي 

روهي (درې نۍ/۱۸ د وږي)، د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني نن ورځ د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې تور پوري کړی، چې د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح د ولسي جرګې سپکاوی کوي. 
 
رحماني ويلي دي چې امر الله صالح له خپلې دندې په ګټې، په مستقيم او غېر مستقيم ډول د ملت کور او د ولسي جرګې د غړو په اړه په لويه کې د سپکاوي او ټيټو کتلو څرګندونې کوي. 

نوموړي په لويه کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د امرالله صالح دفتر او په ځانګړي ډول امرالله صالح تورن کړي  دي چې د ملي دسترخوان له پروګرام نېولي بيا په نورو مسايلو کې يې د ولسي جرګې توهين کړی. 

که څه هم رحماني په څرګنده د امرالله صالح له خوا دوی ته د سپکاوي بېلګه نه ده وړاندې کړې، خو صالح هغه وخت چې ولسي جرګې د حکومت د ملي دسترخوان پروګرام رد کړ، غبرګون ښوودلی او ويلي چې وکيلانو د بې وزله ولس له خولې شوخند واخېست.