روهي (درې نۍ/۱۸ د وږي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ کابل کې د هندوستان هېواد له سفیر وینې کمار سره د مخه ښې کتنه وکړه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼې کې ويل شوي دي، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د هند سفیر د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د جمهوررئیس او افغانستان حکومت د همکاریو مننه وکړه او د پرمختللي افغانستان او ولسواک نظام د ملاتړ لپاره یې د هند هڅې یادې کړې.
جمهوررئیس غني له وینې کمار څخه په افغانستان کې د بریالي ماموریت او د افغانستان او هند تر منځ د مناسباتو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې د نوموړي د هڅو قدرداني وکړه وې ویل، په هره برخه کې د هند مرسته له افغانستان سره د دغه هیواد د دوستانه او ژورو اړیکو ښکارندویي کوي.
جمهوررئیس د افغانستان په ټاکنو او د جمهورریت له ارزښتونو څخه د هند د اصولي دریځ د مننې پر مهال، د ثبات، اقتصادي همکاریو او سیمه ییز اتصال په خاطر د دواړو هیوادونو د هڅو یادونه هم وکړه.
وروستي