کله چې انګلېسي لېکنه کوی دغه تېروتنې ته مو پام شوی؟ مخنېوی او سمونه يې دلته زده کړئ

ځيني کسان که زده کوونکي وي او يا هم د انګلېسي ژبې  ښوونکي، د انګلېسي ژبې د نورو برخو د تېروتنو وراېخوا، لېکنې برخه کې هم له ډېرو عامو تېروتنو سره مخ کيږي. دلته د لېکنې اړوند دغه تېروتنې ته مو متوجې کوو، مخېنوی او سمون يې درته ښييو. 

۱-  run-on sentences: هر کله چې د يوې کرښې (لاين) دننه، دوه يا له دوه زياتو خپلواکې جملې پرته له دې چې په نقطه ګذارۍ يا ټکي اېښودنې سره بېلې شي او يو ځای ولېکل شي، نو  run-on sentences ورته وايي. مطلب دا چې خپلواکۍ له کامې، ټکي او يو نورو نښو پرته جملې لېکل کيږي چې مفهوم پيچلی کوي. لاندې بېلګه يوه  run-on sentences جمله درته ښيو. 

بېلګه: I like your haircut it looks really good. 

پورته بلېګې ته ځير شي، نو دوه خپلواکې جملې ستون لري چې لومړۍ  يې I like your haircut او بيا دويمه يې it looks really good ده. يانې دواړه جملې فاعل subject او فعل verb لري، نو اړينه ده چې په ټګي او يا هم کامه سره بېلې شوې وای. لکه داسې. 

حل لار دا ده چې هر وخت د خپلواکو جملو د بيلاوالي لپاره يا د يوزای کېدو له کلمو لکه conjunctions څخه کار واخلئ او يا هم مناسبه ټکي اېښوودنه وکړئ.  

د کامې ور اېخوا کولی شي چې ؛ وکاروئ. ؛ د دوه هغه خپلواکو جملو په منځ کې  راځي، چې د مانا پر اساس سره نېږدې وي. 

بېلګه: People are buying books online; bookstores are closing.