د مسعود وير کوونکو ته خبرداری: وسلې ګرځونې او خپلسرۍ اجازه درته نشته 

روهي (دوه نۍ/۱۷  د وږي)، د شهيد اوونۍ او په ځانګړي ډول د احمد شاه مسعود د مړينې د ۱۹ کليزې د مديريت کمېسيون کابل ښار او ولايتونو کې  د ګډوډۍ او خپلسرۍ د مخنېوي خبرداری ورکړی دی. 
ياد کمېسيون ويلي دي چې چاته به اجازه ورنه کړي چې وسلې وګرځوي، د موټرونو ښېښې تورې  او د موټرونو رنګونه بدل کړي، هوايي ډزې وکړي او يا هم په کابل او نورو ښارونو کې عامه نظم ګډوډ کړي. 

د هغه کمېسيون خبرداری ورکوي، چې هر هغه کس چې له قانون سرغړونه وکړي و به نېول شي، موټر، وسله او نور وسايل به يې ظبط شي. 

د ولسمشر غني د فرمان پر بنسټ د وږي اتلمسې ته کمېسيون ټاکل شوی دی، چې عنایت الله شاداب، مولوي عنایت الله بلیغ، اسدالله خالد، احمد ولي مسعود، ادیب فهیم، جنرال عبدالصبور قانع، د کابل امينه قوماندان، د کابل د ملي امنیت رئیس، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي او تخنيکي مرستيال، د ملي راډيو ټلويزيون رئیس او د رجال برجسته عمومي رئيس يې غړي دي.