پاچا سلمان ولسمشر ټرمپ ته: فلسطين دې د يو دولت په ډول وپېژندل شي؛ اسرائيلو سره به اړيکې ښې کړو 

روهي (دوه نۍ/۱۷ د وږي)، د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د متحدو ايالتو ولسمشر ته خبرداری ورکړی دی چې ترڅو فلسطين د يوو هېواد په ډول په رسميت نه وي پېژندل شوی، تر هغې د سعودي او اسرائيلو اړيکې عادي کېدای نه شي. 

پاچا سسلمان بن عبدالعزيز دغه پيغام د متحدو ايالتو ولسمشر ته د ټلیفوني خبرو له لارې ورکړی دی. د سعودي عربستان دولتي آژانس د دغه خبر تائيد کړی دی. 

که څه هم په څرګنده سعودي عربستان فلسطين سره د خپلې خواخوږۍ او اسرائيلو د سياسي اختلاف وايي، خو په دې وروستيو څو کالونو کې د اسرائيلو - سعودي عربستان او سعودي عربستان - امريکا متحدو ايالتو د اړيکو نېږدې والی تر سترګو کيږي. 

تازه، تېره اوونۍ سعودي عربستان اسرائيلي الوتکې ته اجازه ورکړه چې د سعودي عربستان له خاورې تېره شي او عربي متحده اماراتو ته لاړه شي. 

له دې وړاندې له تېرو پنځوس کالونو عربي متحده اماراتو له اسرائيلي سره د ملګرتيا اړيکې نه درلودې او سعودي عربستان د اسرائيلي الوتکو پر وړاندې خپل هوايي حريم تړلی وو.