
په خوست ولایت کې ناورینونو ته د چمتوالي دوه ورځینی ورکشاپ نن د پنځم په ورځ چې د مرغومي میاشتې له پنځلسمې نېټې سره سمون خوري د سولې په کور کې د ولایت مقام په هدایت ، دپېښو سره د مبارزې ریاست په هلو ځلو او د یو نا ما په مالي مرسته جوړ شوی و .
په یاد ورکشاپ کې د خوست والي عبدالجبار نعیمي په ګډون د ولایتي ادارو مسوولینو، مدني ټولنو غړو او ژورنالستانو برخه درلوده .
د ناستې په سر کې د قرآن کریم څو مبارک آیتونه ولوستل شول ، ورپسې خوست والي ښاغلي نعيمي خبرې وکړې او نوموړي په دې خوښي وښوده چې په خوست ولایت کې ناورینونو ته د چمتوالي لپاره دوه ورځینی روزنیز ورکشاپ جوړیږي او ده زیاته کړه
خدای دوکړي چې ددې ورکشاپ په جوړېدو سره د خوست مېشتو ستونزهوارې شي.
همدارنګه خوست والي په هغه موسېسو باندې غږ وکړ کومې مرستې چې د غريبانو او مظلومانو لپاره راځي باید په پوره صداقت او ایماندارۍ سره په غريب او بې وزله ولس باندې وویشي او له هغو مامورینو نه يې هم وغوښتل کوم چې په موسېسو کې کار کوي چې باید مرستې په خپل وخت او زمان سره وویشل شي.
ښاغلي نعيمي په خپلو خبرو کې هغه د خوارکي توکو اخېستلو ته هم اشاره وکړه چې ددې ولايت خلکو لپاره اخیستل کیږي ، ده وویل:
خوارکي توکي چې هر څوک په هر ځای کې اخلي ، بايد بې کیفیته او همداشان له وخت څخه تېر نه وي خوست والي عبدالجبارنعیمي د سمینار له ګډونوالو وغوښتل ، چې په روانو دوو ورځو کې دې په نویوپلانونو او طرحو کې هڅه وشي چې ، دلته د ولایت په ګډون په ولسوالیو کې هم ګودامونه جوړ شي .تر څو هملته خلک وکولای شي، په اسانۍ په خوندي توګه خپل د توزېع مواد تر لاسه کړي .نوموړي بیا هم په ټولو قومونو غږ وکړ، چې په خپلو کې یو موټی شي ، د ستونزو او مصیبتونو پرمهال یو د بله سره همکار پاتي شي ، تر څو د هرډول طبیعي او نورو پېښو کې له زیاتو ستونزو په امن کې وي .ده هیله څرګنده کړه، چې دا ورکشاپ به په راتلونکي کې د طبیعي پېښو په راکمولو مثبت اغېز وکړي .
خوست والي وویل ، هېڅ داسې یو کار نشته ، چې تر سره نه شي، خو د انسانانو په همت پورې اړه لري .ده دبېلګې په توګه د سږ کال د سېلابونو په موسم کې د سلو څخه د زیاتو هغو کسانو خلاصون ته اشاره وکړه ، چې د سېلابونو په منځ کې ایسار پاتې وو او له ممکنه مرګ مخ وو، خو د ده په خبره کله هم چې ځواکونو د ځانګړي هدایت سره سم
له همت څخه کار واخېست ، نو په لومړي ځل یې په دې ولایت له سلو زیات کسان د سېلابونو په منځ کې وژغورل .ده وویل ،باید له دا ډول بېلګو څخه ټول خوست مېشتي عبرت او زده کړې وکړي .تر څو د ستونزو پروخت له زیاتو تاوانونو مخنیوی وکړو.
وروسته د اجنډا له مخې د نوموړي ریاست مسوول انجنیر محمداکبر او نورو ویناوالو او برخوالو خبرې او نظرونه تبادله کړل .
د یادولو وړ ده ، چې یاد سمینار دوه ورځنی دی او په پاتې وخت کې به یې هم لازم تصمیمونه او پرېکړې صورت ونیسي .تر څو د خوست د خلکو سره د ستونزو پروخت لازمه مرسته وشي .