له تېرې ورځې يې شمېرې ډېرې دي؛ افغانستان کې د کرونا ويروس تازه ۹۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي 

روهي (دوه نۍ/۱۷ د وږي)، د عامې روغتيا وزارت د تېرو ۲۴ ساعتونو د مالوماتو پر بنسټ ويل شوي دي چې افغانستان کې د کرونا ويروس تازه ۹۶ مثبتې پېښې بثت شوې دي. د تازه پېښو په ثبت سره افغانستان کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر، ۳۸,۴۹۴ ته ورسېد. 

له تازه پېښو يې بلخ (۵۶)، کابل (۸)، هرات (۷)، کندهار (۲)، ننګرهار (۲)، بغلان (۲)، دایکنډي (۷)، غزني (۴)، نیمروز (۱)، غور (۵) او هلمند ولايت کې دوه پېښې ثبت شوې دي. 
د عامې روغتيا وزارت په مالوماتو کې دا هم ويل شوي دي چې تېرې يوې شپې ورځ کې درې کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي او ۴۷۸ نور رغېدلي دي. 

افغانستان کې د کرونا ويروس له امله لګول شوي ګرځبندېزونه او قرنطين مات شوی دی خو په دې وروستيو درېيو ورځو کې د مثبتو پېښو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی.