د کابل ناآمني او ممکنه حل لاره څه ده؟‎

تیر کال مو په کابل امینه قومنداني کې ناسته درلوده چې څنګه په کابل کې د غلاوو مخنیوی وکړو؟ له ټکنالوجي څخه په ګټه اخیستنه د جرمونو کچه راکمه کړو.  ما ورته وویل چې تاسو څه پلان لري، وای موږ طرحه جوړه کړي ماول کولای سي لږ یې په اړه راته ووایاست، وای په دي طرحه کې له خلکو همکاري غواړو، د ناحیو له وکیلانو، ګزمې به زیاتې سي،.... وای ددې طرحې په جوړولو نه پوهیږم یو لک که دوه لکه ډالر(د پیسو شمیر مې دقیق په یاد ندی) مصرف سوي.

ماول دا خو دا نوولس دا کار کیږي نو ګټه خو یې نده کړي او نه کوم موثریت  او نتیجه لري.

 زه هم له پریزنټیشن سره ورغلی وم، ماول لمړی ستونزې باید مشخصي وي چې حل یې آسانه پیداکړو او تر ټولو مهمه دا چې اوس غله په کمین کې ناست دی، باید پولیس په کمین کې کیني او جال یا طلقه ورته کیږدئ.

ماورته وویل موږ په کابل کې څلورو ستونزو سره ډير مخ یو. لمړی د موټرو غلا، دوهم د ماشومانو اختطاف،درېیم د شمتنو، صرافانو او کورونو غلاوې او څلورم د موبایلونو او موټرو کې د خلکو لوټل.

زه دلته یوازې د موټرو د غلا په مخنیوی بحث کوم چې له دوی سره مې حل لاره شریکه کړه، دا نور دلته نه بحث کوو چې خبره اوږدیږي.

ماورته وویل زموږ ارزونې او معلومات دادي چې په کابل کې هره ورځ له لسو تر پنځلسو موټرونه غلا کیږي، دا معمولاً نوي موټرونه دي خو کرولاوې هم پکې دي حتا کله کله باربري موټرونه هم وي.

نو ددې لپاره چې په کابل دا جرمونو راکم کړو، زموږ کمپنۍ تاسو یوه همکاري کوو هغه دا چې تاسو په ګمرک او حوزو کې سلګونه یو کلي او نور جعلي اسنادو موټرو درولي دي. تاسو سل یا دوه موټرونه راولي موږ به یې وړیا د لنډ وخت لپاره درته جي پی ايس(GPS Tacker)  کړو. دي  دا به د ښار په مختلفو سیمو کې همداسې  ودروو، یا یو عادی کس له کلي سره پکې کینوو، ترڅنګ به یې  تر ۵۰۰ نورو کرځنده چسپکي جي پی ایس(Portable GPS Trackers) درکړو چې په یو ځل چارجیدو تر ۱۰۰ ورځې په خپله بطرۍ کار کوي، د اوبو ضد دي، او ډیر قوي مقناطیس لري د عامو خلکو یا هغو موټرو پسې چسپ کړي چې عام او ناآمنو ځایونو کې ولاړ دي یا شک په کیږي.  پولیس په شخصي جامو کې آماده له موټر سره یو پټ ځای ولاړ وي.  په دومره  موټرو کې هره ورځ د لس نه زیاتو موټرونو د غلا احتمال سته.  کله چې موټر غلا کړی نور به یې تعقیب کړي، اصلي ځاله به یې پیداکړي، کله چې د ورځې لس لس بانډه نیسي او دغه موټرونه  هم نه غلا کیږي، هغه چسپکې جي پی ایس چې د عامو خلکو یا شکمنو موټرونه پسې نښلولي هغه هم نه ورکیږي او نه کوم زیان لري.

نو دې آسانه لار کولای سو چې کابل کې د موټرو د غلا کچه بیخې راکمه کړو چې ریسک یې بیخې کم او موثریت ترټولو لوړ دی.

زه راغلم کور ته او طرحه کې دوی ته ورکړه. وای موږ حال درکوو.

څو ورځې وروسته مې زنګ ورته ووهل چې تاسو څه وکړو؟ نتیجه څه سوه؟

وای که موږ له ګمرک او حوزو څخه موټرونه راوباسو دا مسولیت دی که بیا یو ورک شي نو موږ ته دوسیه جوړیږي، نو موږ دا کار نه سو کولای.