سریزه
خو دلته په دې لیکنه کې یوازې هغو ستونزو ته ګوته نیسو چې د طبیعي منابعو له تخریب او نه مدیریت سره تړاو لري او د ښاري هوا ککړتیا، د خطرناکو طبي فاضله موادو چې زموږ په روغتیايي سیستم او چاپېریال کې شتون لري، د نفوسو د زیاتوالي، صنعت او نورو له کبله د سطحي او تر ځمکې لاندې اوبو د ککړوالي او نورو چاپېریالي ستونزو په هکله بحث نه کوو.
همدارنګه، په نن زمانه کې ثابته شوې ده چې د چاپېریال ساتنه او مدیریت یې د روغتیا او فقر سره په یوه ټولنه کې ټینګې اړیکې لري، خو موږ یې کم تر بحث لاندې نیسو ځکه هغه بېله څېړنه غواړي او زیات مسلکی بحث دی.
زموږ په هېواد کې اړوندنه ننګونې څه دي
په افغانستان موږ په یو شمېر سیاسي ناخوالو کې لتاړ یو او د هېواد بنسټیزې ستونزې لکه زموږ په ملک کې د فقر له اصلی لاملونو څخه دي لکه له خپلو اوبو، طبیعي منابعو، چاپېریال ساتنه، د ځمکې تودوخه، له طبیعی پېښواو ناورینو سره مقابله او د هغو د خطرونو کمول، چې ټوله نړۍ یې وارخطا کړې ده له موږ هېرې دي. د آمو سیند ۲۵ سلنه زموږ له خاورې سرچینه اخلي، خو موږ ۳٪ هم ورنه ګټه نه اخلو. همدارنګه، د هلمند، کابل او نور سیندونه دي. زموږ زیات پراخه سیمې اوبه نه لري او هغه چې اوبه لري ځمکې یې کمې دي. زموږ زیاتې دشتې او غونډۍ له نباتي فرش څخه لوڅې دي او د خاورو کیفیت ېې خراب شوی دی، عضوی مواد یې له لاسه ورکړی دي.
په افغانستان او ورته هېوادونو کې چاپېریالي ستونزې زیات ډولونه لري. د چاپېریال د ستونزو له ډلې د ځنګلونو، بوټو او د ځمکې نباتي فرش چټک له منځه تلل او د هغو سیمو د خاورو لوڅېدل، په بې رویه او غیر فني شکل او د کانتور د خط په مقابل کې په میلان لرونکو ځمکو کې للمي کرل، د څړ ځایونو غیر فني کارونه، په غونډیو او دښتو کې تر بارانه وروسته چې ځمکه لمده وي د سون لپاره له بیخه بوټي را ایستل او نور.
د نباتي فرش له لاسه ورکولو وروسته زموږ د پورته ځمکو د خاورو زیاته برخه د باد او باران د اوبو له کبله د (Sheet Erosion) سطحي فرسایش، (Rill Erosion)وړو ویالو فرسایش او (Gulley Erosion) د خوړیو جوړیدو له فرسایش سره مخ ده، نو ځکه د باران څاڅکي په کوم ځای کې چې رالوېږي په ځمکه کې زیات نه جذبیږي او د سیلاو په توګه له سیمې وزي، چې هم د ځمکې د سر او تر ځمکې لاندې اوبو د کمښت لامل کېږي او هم د خاورې ګل ګل چې ګټور عضوي مواد له کاربن، نایتروجن، پاسفورس، پوتاشیم او نور لري له ځان سره وړي او په صحراوو بدلېږي. په لوڅه ځمکه چې د خاورې عضوي مواد یې له منځته تللي وي، جوړښت یې خراب وي، نباتي فرش یې له منځه تللی وي، نو د باران اوبه نه شي جذبولی او ګورو چې سیلاونه زیاتېږي، زموږ کرنیزې ځمکې، د خلکو کروندې، ویالې، کانالونه، کورونه او کلي ورانوي او د غریبو خلکو او ملي اقتصاد ته زیات زیانونه اړوي، او ښه مثال یې د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې وروستي سیلاوونه دي.
له بلې خوا د اقلیم د بدلون له کبله زموږ په غرونو کې د اوبو په زیرمو چې واورې او یخچالونه دي د هوا د ګرمۍ فشار زیاتېږي، وچکالي هر څو کاله وروسته راځي او دا د پورته ناسم مدیریت تر څنګ زموږ په اوبو، د څړ په ځایونو، په کرنه، مالدارۍ، د څښاک په اوبو، چاپېریال، طبیعي منابعو او هر څه لا نوره بده اغیزه کوي. اوبه که څه هم په طبیعی کې ثابتې دي، خو موجودیت یې په ځای او وخت کې بدلېږي، زموږ د اړتیاوو په درد نه خوري او له لاسه مو وزي.
له همدې کبله زموږ د سیندونو، چلاوونه، چینو او کارېزونه اوبه مو ورځ تر بلې وچېږي. دې اوس یو بل غم جوړ کړی، شتمن خلک ژور څا ګان کني او د خوارو وس نه ورته کېږي او دا که مدیریت نه شي خدای مه کړه بدې پایلې به ولري.
په شته چاپېریال او طبیعي زیرمو لکه اوبو او نورو د نفوسو، صنعت او اقتصادي فعالیتونو زیاتوالی زموږ په ښارونو کې د هوا او اوبو ککړوالی، د مختلفو فعالیتونو، بې غوریو او ناسم مدیریت له کبله د هوا، اوبو او ځمکې ککړوالی او نور رامنځته شوي دي. دا هر یو و ځانګړو کسانو او ټول ملي اقتصاد ته زیات تاوانونه لري، ځکه اغیزې یې د اوبو په مقدار او کیفیت، په کرنیز تولید، مالدارۍ او د خلکو په معیشت باندې خورا بدې دي. له دې کبله چې یو شمېر د چاپېریال ستونزې له یو شمېر اقتصادي فعالیتونو لکه صنعت، معدنکاري، کرنه او نورو څخه راولاړېږي، نو د دوي لاملونه او اغیزې دواړه د افغانستان له اقتصاد سره تړاو لري.
د تخار ولایت دوه تصویره
په نړۍ کې څه روان دي؟
ورته ستونزې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې رامنځته شوې او له هغه وخته چې په ۱۹۹۲ کال کې د ملګرو ملتونو کانفرانس په ریودیجیرو کې راوبلل شو، نو زیاتو ملکونو دې ستونزو ته زیاته پاملرنه وکړه، نوې پالیسۍ، ستراتېژۍ، تشکیلات او کافي بودیجې یې ورته وټاکل، او له نړیوالو موسسو یې راز راز فني او مالي مرستې تر لاسه کړې.
اوس د نړۍ په زیاتو ملکونو کې په دې هکله زیات مسلکي او فنی څېړنې شوې، پراختیايي پروګرامونه او پروژې پلي شوي دي، ښې پایلې یې تر لاسه کړې دي، چې ځینې نمونې یې دادي:
افغانستان هم د چاپېریال ساتنې ملي اداره رامنځته او په ۲۰۰۷ کال یې د چاپېریال ساتنې قانون پاس کړ چې وروسته یې نور مقررات هر ورته جوړ کړل. همدارنګه، یې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د طبیعي منابعو مهم ستر ریاست رامنځته کړ او دواړه ادارې تر خپله وسه د پورته ستونزو په حل کې کار کوي.
خو ستونزه داده چې افغانستان دا دوه لسیزې په بېړنیو کارونو اخته و او که کوم پراختیايي پروګرام جوړېده نو پورته ستونزو او حل لارو ته یې کمه پاملرنه شوې ده، نړیوالو ادارو هم په دې کې زیات څه نه دي کړي دا ځکه چې د چاپېریال ساتنه او د طبیعي سرچینو مدیریت یو اوږدمهاله لرلید، پروګرام او ملي سیاسي ارادې ته اړتیا لري چې زموږ شرایط ورته جوړ نه وو. افغانستان تر اوسه په دې ساحه کې د اړینې وړتیا، مالي او فني امکاناتو د نه لرلو له کبله کوم د پام وړ پروګرام نه لري.
موږ په افغانستان یو غلط فکر کوو چې موږ زیاتې اوبه لرو. خو دې ته مو فکر نه دی چې زموږ اوبه د وخت او ځای له کبله زیاتې ستونزې لري. زموږ د اورښت او واورې موسم هغه وخت دی چې کروندې مو ورته اړتیا نه لري، په اوړي کې سیلاونه ویراني کوي او موږ ورنه ګټه نه شو اخیستلی ځکه بندونه نه لرو او کېدی شي تر زیاته وخته به ممکنه نه وي. همدارنګه، زموږ د هېواد هغه سیمې چې زیاتې ځمکې لري اوبه نه لري، او هلته چې زیاتې اوبه دي، ځمکې یې کمې دي، زموږ سیندیزې حوزې له بهرنیو هېوادونو سره شریکې دي او د حقوقي پلوه موږ شاید ونه شو کولی چې د یوه ځای اوبه بل ځای ته نقل کړو.
نو موږ ته لکه د نورو ټولو هېوادونو په څېر اړتیا ده چې د اوبو به ذخیره کولو او هم په مناسبه توګه یې د کارونې لارې چارې زده کړو.
په افغانستان کې اوس څه کول په کار دی؟
-
اوس زموږ هېواد اړتیا لري چې چاپېریال ساتنې او طبیعي زیرمو د مدیرت؛ د اقلیم د تودوخې؛ د مقاوم (Resilient) زراعت، د اوبه خور سیستم، د اوبو او انرژۍ د اغیزمن مصرف لپاره تدابیر نیول؛ د طبیعی پېښو د باالقوه خطرونو ارزونه او ورته پلان جوړول او نورو اړوندو ساحو کې په دې هکله زموږ د ملک زعامت یوه پخه سیاسي اراده رامنځته کړی، یوه هر اړخیزه څو سکتوري او ګڼ شمېر اړوندو خواوو په مشارکت یوه ملي ستراتېژي جوړه او په اړین جدیت او رښتینولۍ یې پلې کړي.
-
اړتیا ده د ملک په ټولو شته پالیسیو، قوانینو، مقرراتو، کاري وړتیاوو، د دولتي ادارو، نادولتي موسسو، پوهنتونونو او مدني ټولنو په رول له سره غور وشي، تر څو د کار یوه غوره لاره رامنځته او پلې شي. البته په دې هکله په ځینو ادارو کې یو څه کار پیل شوی دی او باید تکمیل شي او نور هم لاس ورکړي.
-
دا هڅې د بریا لپاره د سیمې او لنډسکېپ په کچه کار ته اړتیا لري چې ورته (Integrated Landscape Management) وايي. یو نړیوال کارپوه وايي په یوه سیمه کې تاسو هغه وخت انکشاف راوستلی شی، د اوبو، خاورې، ځنګلونو، نباتي فرش، د خلکو د معیشت، د کرنې او نورو هغه انکشاف هغه وخت رامنځته کولی شئ چې ټول سکتورونه یو ځای او په ګډه کار وکړي. موږ که په سیلوګانو کې په بېلو بېلو سکتورونو کې کار کوو نه بریالي کېږو.
-
اوبه چې په نن زمانه کې د ژوند او معیشت، روغتیا او چاپيریال ساتنې تر ټولو کمیابه ماده او سرچینه ده باید موږ په خپلو قوانینو، مقرراتو، زده کړو، فرهنګ او هر څه کې د عامه او اقتصادي شتمنۍ په توګه وګورو. د دې معنی داده چې د اوبو بې ځایه مصرف باید د هر چا لپاره د هېواد له حالت سره سم د قانون او مقرراتو په یوه چوکاټ کې اقتصادي بیه ولري، تر څو په اغیزمنه توګه مصرف شي. که موږ دا کار زر ونه کړو، خپلو قوانینو او مقرراتو ته اړین بدلون ورنه کړو، ډېر زر به موږ په لویو ښارونو لکه کابل کې له سترو ستونزو سره مخ شو.