راځئ د هېوادونو د ناکامۍ یو مهم علت یا د زېرمو لعنت وپېژنو!

د سر خبرې
په دې وختونو کې د پخوا په څېر یو ځل بیا په دې زیات بحثونه کېږي چې افغانستان زیاتې کاني او د اوبو  زېرمې او هم غوره ستراتېژیک موقعیت لري، موږ به ګواکي زر بډای کړي. دا زموږ لپاره یوه مهمه مسئله ده، نو اړتیا ده چې د دې مسئلې ټولو فرصتونو او ننګونو ته ژوره کتنه وکړو، ورباندې څېړنېزې علمي لیکنې وکړو، کنفرانسونه او سیمینارونه ورباندې دایر او عامه پوهاوی یې په هکله زیات کړو تر څو د مسئلې په ټولو اړخونو او حقایقو د نړیوالو تجربو او علمي څېړنو په رڼا کې ټول خبرشو او چارواکو ته مو د سمو پرېکړو لاره اواره شي.
 
د زیرمو لعنت (Resource Curse)
دا منو چې افغانستان د خپلو کاني غني زېرمو ، د اوبو د سرچینو، او د ستراتېژیک موقعیت له مخې ستر فرصتونه او ننګونې دواړه لري، کارپوهان وایي تر اوسه یې موږ ګټه نه ده لیدلې خو تاوانونه یې راته دا وو چې موږ څوک نه پرېږدي چې په پښو ودرېږو او په موږ کې هم دا وړتیا لانشته چې په خپله خاوره رښتینی خپل اختیار ولرو او له خپلو امکاناتو سمه ګټه واخلو، د واک او ځواک لرونکی نظام جوړ کړو، فقر او لوږه ختم او هېواد د پرمختللو هېوادونو په کتار کې راولو، د د دې زېرمو د ننګونو په  ډله کې د زېرمو لعنت هم راځي چې دلته ورباندې خبرې کوو.
 
په نړۍ کې د کاني زېرمو او اوبو د سرچینو څخه ګټه اخیستنه تل ستونزمن کار وي دا ځکه چې دا زېرمې اکثره په پورتنیو غرنیزو بېوزلو هېوادونو کې واقع وي او دا کار زیاته پانګه، تخنیکي او مدیریتي پوهه، ښه رهبري ، ښه حکومتولي او تر ټولو مهم ملي ثبات غواړي چې اکثره دا فقیر غرني هېوادونه یې نه لري. 
 
که داسې هېوادونه  له خپلو زېرمو لږ ګټه د خارجي استثماروونکو او زبېښونکو کمپنیو او کارپورشنونو له لارې پیل هم کړي خو خپله پورته وړتباوې ونه لري، زیات وختونه د ګټې په ځای ورته زیان رسوي. 
 
لمړی خو په داسې شرایطو او هېوادونو کې دولتونه، قانونیت او ملي بنسټونه له ځایه کمزوري وي، نو لویې کمپنۍ له زورورو کسانو سره د زیاتې او اسانه ګټو لپاره پټې غیر قانوني راکړې ورکړې پیل او د فساد کچه را زیاته بنسټیزه او پېچلې کړي، بل دا چې دکانونو په سکتور کې سترې پروژې زیات کار نه خلق کوي، ځکه داسې پروژې په نسبي توګه زیات کسان په کار نه ګوماري، زیات ماهر کارګران یې هم بهرني وي، د قوي پرانیستو بنسټونو (نهادونو، (Institutions، مقرراتو او د قانون د حاکمیت په نشتون کې چې ثروت عادلانه وویشي، څه پیسې چې ورنه لاسته راځي زیاتې یې د همغو پورته معامله ګرو خاصو جېبونو ته ځي او په عامه رفاهي پروګرامونو کې نه مصرفېږي.  نو فساد او زبېښونکي بنسټونه قوي کوي چې اصلاح یې زیات ستونزمنه شي او په دې توګه ملت ته د ګټې په ځای تاوان وکړي.
 
نو پورته شرایط داسې هېوادونه د زېرمو په لعنت چې په نړیواله کچه ورته د زېرمو لعنت (Resource Curse) وایي اخته کوي، دا ستونزه په نړیواله کچه منل شوې ده او د پورته شرایطو له کبله زیات هېوادونه ورباندې اخته دي او ځکه د نړیوال شفافیت په نامه بو میکانیرم رامنځته شوی چې له هېوادونو سره مرسته وکړي. 
 
د منابعو لعنت ځکه ستر او دوام لرونکی وي چې ستر فساد هغه وخت رامنځته او زیاتېږي چې زیاتې پانګې ته د ناقانونه او پټو معاملو له لارې لاسرسی اسانه پیداشي، یوه وړه حلقه زیاته سرمایه په ناقانونه توګه تر لاسه کړي، زیات توان او نفوذ پیدا کړي چې مهم چارواکي واخلي او قوانین او مقررات په خپله ګټه تغیر کړي، دوی د څو کالو په موده کې د کانونو تر سکتور ور اخوا د هېواد ټول اقتصاد تر خپل انحصار لاندې راولي، د زیاتو سترو ګټو لرونکو تجارتي راکړو ورکړو انحصار وکړي، فساد بنسټیز شي، قوانین، مقررات او بنسټونه یې لکه د شرکتونو جوړول، واردات او صادرات ټول له فساده ډک او  زبېښونکي شي، دا معامله ګران چې په بهرنیو کمپنیو قانون نه پلی کوي او هغوی هم لګښت راکموي نو د ملک چاپېریال، اوبه او ښاري هوا ټول ککړ شي چې فقیرې پرګنې یې د چټلو اوبو او هوا رنځونه ګالي، د بېوزلو پرګنو ځمکې، جایدادونه او نور ورنه غصب او یا په لږ بیه اخلي، د کار په ورکولو کې عدالت نه وي نو په ټولنه کې بېعدالتي خوره شي، او لکه چې وايي: چې په جنګ شي نو په تنګ شي، نو شخړې په داسې هېوادونو کې را پورته شي او کیدی شي دولت یې په ناکام او ماتیدونکي دولت بدل شي.
 
آیا د داسې شرایطو مثالونه شته او که یوه خیالي موضوع ده
موږ په نړۍ کې داسې زیات هېوادونه لرو چې یو یا څو مفسد خو باقدرته پانګوال ټول ملي بنسټونه تر خپل کنترول لاندې راولي، یو ښه مثال یې په مکسیکو کې د سلینو په نامه هغه کس دی جې د مکسیکو د تیلیکام زورور شرکت دا توان ورکړی چې هرڅه انحصار کړي، ستر دولتي چارواکي واخلي، له فاسد ولسمشر سره معامله لري، هغه ورته انحصاري قوانین مني او دی یې د ټاکنیز کمپاین پیسې ورکوي. 
 
همدارنګه  د منابعو د لعنت وهلو هېوادونو ښه مثالونه هم زیات دي او دلته یوازې د کانګو او نایجېریا دوو افریقایي سترو هېوادونو یادونه کوو چې خورا ستر او د منابعو له درکه غني هېوادونه دي خو ناکام دولتونه لري او په شخړو، فساد او فقر کې ډوب هېوادونه دي او علت یې همدا د منابعو لعنت دی.
 
څه کول په کار دي؟
د دې لپاره چې له خپلو ترځمکې لاندې او اوبو له زېرمو او ستراتېژیک موقعیت څخه سمه ګټه واخیستلی شو لاندې څیزونو ته اړتیا لرو:
 
۱- په هېواد کې ثبات، د قانون حاکمیت،ښه حکومتولي او له فساد سره مبارزه باید د دولت او ملت د اجندا په سر کې وي، ترڅو له لاسته راغلو پیسو د ټول ملت په ګټه د ملي بودیجې له لارې په ملي شفافو پروګراومونو کې کار واخیستل شي.
 
۲- د دې لپاره اړتیا ده چې دولت په ټوله حکومتولۍ کې د خلکو مشارکت، شفافیت یا روڼوالی رامنځته کړي ځکه د قراردادونو ښه مدیریت یوازې په شفافیت او د خلکو په مشارکت او نظارت سره امکان لري. د زمانې په تېرېدو سره دا ثابتیږي چې که د قانونو حاکمیت، رڼه مقررات، شفافیت او د خلکو نظارت نه وي، پاک چارواکي فاسدیږي او د عامه شتمنیو لوټ ته لاس اچوي.
 
۳- په هره ساحه کې د وړتیا لرونکي کادرونه وروزي، تر څو داسې ملي ظرفیت رامنځته شي چې د دې ټولې پروسې مدیریت وکړي،
 
۳- په دې اړه قوانین او مقررات که شته او ستونزمن نه وي په کلک هوډ او کله سیاسي اراده پلي  شي او که اصلاح ته یې اړتیاوي د پورته موخو د ترلاسه کولو لپاره د کارپوهانو په مرسته اصلاح او بیا پلي شي.
 
۴- که موږ دا شیان غواړو نو په خپلو خلکو باید اعتماد ولرو او په مشارکت او نظارت کولو یې باید پانګونه وکړو  او دا د فساد د کنترول تر ټولو غوره او ارزانه او لنډه لار د