افغان سوله لکه سراب؛ چي  ورنږدې کېږو، لرې کېږي

د ټرمپ د ملي امنيت سلاکار رابرټ اوبراين له خوا له افغان ولسمشر سره په ټيلېفوني خبرو کې د بين الافغاني خبرو پر ژر تر ژره پيلېدو ټينګار او تېره دوشنبه د  بنديانو تبادلې بيا پيلېدو ته په پام سره ويلای شوو چې ډېر ژر به پاتې ټول طالب بنديان آزاد او بين الافغاني خبرې به پيل شي، خو پوښتنه داده چې آيا سوله به وشي؟
 
د سولې لپاره د يوه تاريخي فرصت برابرېدو سره هممهاله ځينې د پام وړ او جدي خنډونه هم شته چې سوله ګواښلی شي.
 
کابل چې د هېواد پلازمېنه ده او امنيت د تامين لپاره يې د نورو ولايتونو په پرتله ډېره پاملرنه کېږي، آن دلته د شخصي ملېشو ظهور او د عاشورا په پلمه خپل زور نندارې ته وړاندې کول، هدفي وژنو او وسله والو غلاوو زياتېدل ددې ښودنه کوي چې د سولې پروړاندې ډېر خنډونه شته.

فرصتونه:
د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۱۲مه، په دوحه کې د طالب او امریکايي مرکچيانو ترمنځ  د لومړيو رسمي خبرو په ترسره کېدو سره له افغان ولس سره چې له څلور لسيزې راهيسې هره ورځ د جګړې بيه پرې کوي د سولې او ثبات هيلې پيدا شوې، په تېره بيا چې کله د روان ميلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه په قطر هېواد کې د طالب او امريکايي استازو ترمنځ خبرې يوې مثبتې پايلې ته ورسېدې او موافقه لاسليک شوه، د ملګرو ملتونو، اسلامي همکارۍ سازمان او نورو نړيوالو ارګانونو، د چين او روسيې په شمول د نړيوالو معادلو په ټاکلو کې مطرحو سترو قدرتونو له دې موافقې څخه هرکلی وکړ او په ټول کې ويلای شوو چې د سيمې او نړۍ تقريبا ټولو هېوادونو د طالبانو او امريکا ترمنځ د شوې موافقې ملاتړ اعلان کړ. 

په کور دننه هم ښايي په تېرو څلوېښتو کلونو کې لومړی ځل وي چې ټول مطرح ګوندونه او شخصيتونه د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې، بين الافغاني خبرو او يوه اسلامي نظام رامنځ ته کېدو په اړه د نظر توافق لري.

د يادې موافقې له مخې د امريکايي ځواکونو د وتلو لړۍ او د افغان حکومت او طالبانو د زندانيانو تبادله پيل شوه، که څه هم له ستونزو سره مخ او له لوړو ژرو ډکه پروسه وه، خو اوس داسې ښکاري چې بالاخره د امريکا د فشارونو په نتيجه کې به د بنديانو تبادله بشپړه شي او بين الافغاني خبرې به پيل شي. دا ټول د سولې رامنځ ته کېدو په اړه مهم فرصتونه دي او افغانان بايد استفاده ترې وکړي او څلوېښت کلنه غميزه ختمه کړي، خو پروړاندې يې ننګونې هم شته.

ننګونې او خنډونه:
له بده مرغه د سولې پروړاندې ننګونې او خنډونه هم کم نه دي او افغان سوله لکه سراب، چې څومره ور نږدې کېږو، رانه لرې کېږي، د خاطر اپريدي دغه بيتونه چې وايي " چې هرڅومره مزل کومه لار زياتېږي آشنا، ستا تردې منزل منزل څومره مزل دی"
د ارګ او سپېدار ترمنځ اختلاف، د سياسي ګوندونو او ارګ ترمنځ د نظر اختلافونه .

په واک کې شريک هغه بهر ميشتي دوه تابعيته افغانان چې يوازې د پيسو ګټلو لپاره افغانستان ته راغلي، دلته پيسې ګټي او بهر ته يې استوي، چې څو څو ځله  بهر ته د وړلو پرمهال په هوايي ډګرونو کې په ميليونونو ډالر او يورو هم ورسره ونيول شوې، نو که سوله راځي طبيعي ده چې ددوی ګټې به ختمې شي، همدا وجه ده چې دوی له هرې ممکنې لارې د سولې مخه نيسي او خنډونه جوړوي.

هغه ګوندونه يا اشخاص او لږکي قومونه چې په حکومت کې يې تر خپلې ونډې ډېر واک ترلاسه کړی او که سوله راځي او د عدالت پر اساس يو قوي ټول شموله مرکزي حکومت رامنځ ته کېږي، نو طبيعي ده چې ددوی واک به وېشل کېږي او نورو ته به هم ونډه پکې ورکول کېږي، شک نشته چې دوی دې کار ته زړه نه ښکوي او له بېلا بېلو لارو به د سولې د مخنيوي او ګډوډۍ جوړولو هڅې کوي.

بل ځينې هغه ګاونډي او د سيمې هېوادونه دي چې ظاهرا يې د امريکا او طالبانو ترمنځ د موافقې او بین الافغاني خبرو هرکلی هم کړی، خو په عمل کې په افغانستان کې د سولې غوښتوونکي نه ، بلکې د ځان ګټو په لټه کې دي. 

هغه ګاونډيان چې پوهېږي که سوله وشي او افغانان سره يو موټی شي او يو قوي مرکزي حکومت رامنځ ته شي، نو  خپلې اوبه به کنټرول کړي، د خپلې برېښنا خاوندان به شي، په سرحدي سيمو کې به د خپلې خاورې د لاندې کېدو مخه ونيسي، په زراعت، صنعت، امنيت، اقتصاد او نورو برخو کې به پر خپلو پښو ودرېږي او نور به د ګاونډيانو له انحصار څخه خلاص شي، نو دوی چې دغه کار د ځان په زيان ګڼي، په هره ممکنه لاره به خنډونه جوړوي.

بل د سيمې او ګاونډ ځينې هغه هېوادونه چې په منځني ختيځ کې او يا د کشمير په مسئله کې په مستقيم او غير مستقيم ډول يو له بل سره په جګړه کې ښکيل دي او خپلو سيالانو ته د زيان رسولو په موخه په افغانستان کې نيابتي جګړه پالي، که سوله او يو مرکزي حکومت رامنځ ته کېږي، نور به ددوی د نيابتي جګړې لمن هم ټوله شي، نو دوی له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې په غير مستقيم ډول د سولې مخه ونيسي او افغانستان د خپلو نيابتي جګړو پر يوه دايمي ډګر بدل کړي.

سولې ته د افغانانو اړتيا:
په هېواد کې د اوږدې جګړې او غميزې درد يوازې هغه افغانان احساسولای شي چې هره ورځ يې د غوږ تر څنګ مرمۍ تېرېږي، کور يې وران شوی وي، د کورنۍ غړي يې له لاسه ورکړي وي، کور پرېښودو ته اړ شوي ، بې وزلي يې تېره کړې وي او ....

ښايي ډېر محدود افغانان به وي چې له پورته ذکر شويو مواردو سره نه وي مخ شوي او څوک چې په  څلوېښت کلن ناورين کې په هېواد کې پاتې دي، حتما يې يا د کورنۍ غړي او يا ډېر نږدې خپلوان له لاسه ورکړي او په يو ډول يې  د جګړې زور او درد ليدلی.
 

که څه هم جګړه پر موږ تپل شوې او د غميزې اصلي لامل د پرديو يرغلونه دي، د څلورو لسيزو په اوږدو کې يوځل د پخواني شوروي اتحاد او اوس د امريکا او ورسره ملګرو له خوا يې زموږ پرخاوره يرغل شوی او افغانان له خپلې خاورې څخه دفاع ته اړ شوي او يرغلګرو ته يې ماتې ورکړې، خو د جګړې درنه بيه مو هم پرې کړې، پر ځاني او مالي زيانونو سربېره، د علم او ټکنالوژۍ په برخه کې د نړۍ په ځانګړې توګه ګاونډيانو د پرمختګ له کار وان څخه وروسته پاتې يوو او همدا لامل دی چې نن دومره کمزوري يوو چې آن خپلې اوبه نشو کنټرولولای، خاوره مو ورځ په ورځ کمېږي او د ګاونډيانو له خوا لاندې کېږي او موږ رڼې رڼې ورته ګورو، کانونه مو غلا کېږي، صنعت، سوداګري، زراعت او هرڅه مو د پرديو په انحصار کې دي، واحد ملت مو په مختلفو نومونو په څو برخو ويشل شوی او پاشل شوی، امنيتي وضعيت خو تر دې کچې خراب دی چې آن په پلازمېنه کې هم د چا سر او مال په امن نه دی، که څه هم ظاهره د ښار په هره برخه کې امنيتي حوزې شتون لري، پوليس او نور تشکيلات يې شتون لري، خو بيا هم هدفي وژنې او وسله والې غلاوې اوج ته رسېدلې.

هره سيمه د يوه خاص قوم يا خاص ګوند د نفوذي ساحې رنګ لري، نو دې ټولو ناخوالو ته په پام سره سولې ته ډېره جدي اړتيا ليدل کېږي او سوله يوازينۍ حل لاره ده.

پايله:
موږ سولې ته تر بل هر وخت ډېر نږدې شوي يوو، خو ددې ترڅنګ په ډېر حساس پړاو کې هم قرار لرو، د نړۍ له يوه لوی شيطان سره مو سيالي ده، که وړه تېروتنه وکړو، خدای مه کړه په يوه بله اوږده جګړه کې به ښکېل شوو.

د جګړې ښکيل اړخونه (دولت او طالبان) بايد دغه وضعيت درک کړي، دوی تر نورو ډېر مسووليت لري چې د هېواد راتلونکی وضعيت په پام کې ونيسی له بدمرغيو څخه يې وساتي او که خپل وحدت ثابت کړي، په هماغه ورځ به ټول بهرني دښمنان ناکام وي.

يوازنۍ لار داده چې افغانان يو بل ته لاسونه ورکړي او په ګډه يو داسې اسلامي حکومت رامنځ ته کړي چې ټول قومونه او ټول افغانان خپل ځان پکې وويني.

شخصي ملېشو جوړول د هېچا په ګټه نه دي، په تېرو وختونو کې د ملېشو ناکامه تجربه ټولو ته ياد ده.

افغانستان کې مېشت ټول قومونه يو له بل سره د وروڼو په شان ښې اړيکې لري، غم او ښادۍ کې سره شريک دي او خپل دغه وياړ بايد وساتي او په همدې روحيه موږ سولييز ژوند کولای شوو او پرديو ته ځواب ورکولای شوو، خو که خدی مه کړه موږ په ژبو، سيمو او قوم په نامه يو له بل څخه جلا شوو، نو هېڅکله به د پرديو له يرغل څخه په امن کې نه وو، که د امريکا يرغل ختم شي، ښايي له يوه بل يرغل سره مخ شوو.