د امريکا د جنايتونو ځواب افغانان وايي!!

سيدالرحمن سالار
په دې ټول خبر دي او پوهېږي، چې امريکايي ځواکونو څو څو ځلې زموږ ولس په نښه کړی، يايې په هوايي بمباريو کې شهيدان کړي او يايې په لوی لاس د ټوپک شپېلۍ ورباندې برابرې کړې او شهيدان کړي يې دي.
د امريکادا ډول جنايتونه تر لمر روښانه دي او زه فکر کوم،چې ددې ثبوت ته به هېڅ اړتيا نه وي، چې موږ يې د هرې پېښې بيلګه وړاندې کړو.
امريکايي چارواکي، له دې ډول بريدونو وروسته کله دا پلمه کوي، چې د ناسمو راپورونو په ترڅ کې دا کار وشو او کله وايي چې طالبان مو وژلي او کله وايي چې پلټنې کوو.
امريکايان چې  د خپل دې ډول جنيايتونو ځواب په هر ډول وايي دا ددوی کار دی، خو زموږ ګيله له هغو افغانانو نه ده، چې مشران اومخور خلک دي، د خلکو استازي دي او خلکو باور ورباندې کړی او د ولس د رايو له برکته ولسي جرګې او يا نورو لوړو ادارو ته رسېدلي دي، مګر بيا هم د امريکايانو د جنايتونو ځواب وايي.
په کابل کې د امريکا نوی سفير ايکن بيري د غويي په ٢٦مه کونړ ولايت ته ولاړ او هلته يې د نورو امريکايي چارواکو په څېر ژمنه وکړه، چې له دې وروسته  به په خپلسر عمليات نه کوي او د افغانانو دود او عنعنو ته به درناوی کوي او ټول پوځي عمليات به له افغان ځواکونو سره په ګډه پر مخ بيايي او له عملياتو وړاندې به له افغان ځواکونو سره مشوره کوي او موضوع به ورسره شريکوي.
لومړی خو د ايکن بيري دغه خبرې ولس ته ځکه د منلو او باور وړ نه دي، چې دوی له دې وړاندې هم دا ډول ژمنې کړې وې او په خپله ايکن بيري هغه وخت په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قومانده هم په خپل لاس کې لرله او دده د قوماندې پرمهال هم د امريکايي ځواکونو له خوا پر ولس باندې په وار وار  داسې وحشي بريدونه تر سره شوي، چې يادول يې د افغانانو په زړونوکې اور بلوي .
دده د قوماندې پرمهال نه يوازې دا چې ولسي خلک د امريکا په هوايي بريدونو او ځمکنيو بريدونو کې شهيدان شوي، بلکې د مسلمانانو مقدساتو ته هم سپکاوي وشول، نو بيري که دداسې کارونو مخه نيولای ولې يې د خپلې قوماندې پرمهال دا کار نه کاوه؟
له امريکايي سفير سره په هغه غونډه کې، چې په کونړ کې يې جوړه کړې وه د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي، په ولسي جرګه کې د کونړ استازی شجاع الملک جلاله او د کونړ يو شمېر نورو مشرانو هم ګډون کړی و او هر يوه يې بيري ته د زړه نا خوالې په ډاګه کولې او ورته ويل يې، چې ستاسو کارونه د افغانانو د کرکې لامل ګرځېدلي.
د کونړ ولايتي شورا رييس مولوي عزت الله وويل چې ولس د جګړې ددواړو لوريو( طالبانو او بهرنيو ځواکونو) له خوا وژل کېږي.
شجاع الملک جلاله بيا يوه زړه او هغه ګيله تکرار کړه، چې امريکايانو په افغانستان کې د خپل شتون په لومړيو کلونو کې له  ولس وژنې وروسته ديوې پلمې په توګه کاروله او ويل به يې، چې دوی ته غلط راپورونه ورکړل شوي وو او ددې غلطو راپورونو له امله ياد شوې مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.
جلاله په خپلو خبرو کې وويل((ډېر مهال د شخصي تربګنيو او بديو له امله، ناسم راپورونه ورکول کېږي، چې ايتلافي ځواکونه دهمدې ناسمو راپورونو پربنسټ عمليات کوي او بې ګناه خلک وژني.))
که څه هم جلاله دا خبره د يوې ګيلې په توګه وړاندې کړه مګر په حقيقت کې دا يوه داسې خبره ده، چې په يوډول د امريکايانو مسووليت کمول ښيي.
د جلاله په وينا، تر اوسه ايتلافي ځواکونو هېڅ يوه ناسم راپور ورکوونکي ته سزا نه ده ورکړې او نه يې محاکمه کړى، څو ددې کار مخه ونيول شي .
د جلاله صيب دا خبره اصلا د امريکايانو د جنايت ځواب دی او دا ددې معنا لري، چې ګواکي امريکايان نه دي ملامت،چې پر ولس بمبارۍ کوي، ځکه افغانان ناسم راپورونه ورکوي!
په داسې حال کې چې امريکايان په خپله وايي، چې داسې پر مختللي وسايل لري، چې له هوا نه پر ځمکه دوه درې انچه شی هم معلوموي او آن يوه ورځ خو جنرال ظاهر عظيمي په يوه راډيويي مرکه کې وويل، چې بهرني ځواکونه داسې تکنالوژي لري، چې  له هوانه پر ځمکه د سګريټو د ډبي ټاپه معلوموي چې دا سيګرېټ د کوم هېواد دي!!
ظاهر عظيمي دا خبره هغه مهال په يوه راډيو يي مرکه کې وکړه، چې وړم کال بهرنيو او افغان ځواکونو د هلمند د موسې کلا ولسوالۍ د بېرته نيولو عمليات پيل کړي و، او هغه مهال له خلکو سره دا وېره وه، چې په دې عملياتو کې به ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واوړي او عظيمي خلکو ته د ډاډ په اړه دا خبره وکړه چې دغه عمليات به ډېر دقيق وي.
نو چې دوی دومره پرمختللي وسايل لري، بيانو که څوک ناسم رپوټ هم ورکړي دوی بايد له خپلو وسايلو نه په ګټې سره، سم او ناسم راپور معلوم کړي.
د حل لاره داده، چې افغان مشران خپل مسووليتونه ښه درک کړي او په پوره غور سره له امريکايي او نورو بهرنيو ځواکونو نه وغواړي، چې ولس مه وژنئ، او که يې وژنئ نو موږ  د ولس رښتيني مشران يو او  له خپل ولس نه دفاع زموږ فريضه ده او موږ هم ستاسو په وړاندې درېږو، نه دا چې مشران د امريکا د جنايتونو ځواب ووايي او هغوی ته پلمې ور په ګوته کړي.
ولس ناپوهه نه دی او په دې ښه پوهېږي، چې امريکايانو چې تر اوسه پورې کوم وحشي بريدونه کړي او د اسلامي او افغاني دودو توهين کوي، په دې کې له افغان دولت سره هېڅ مشوره نه کوي او نه د افغانانو خبرو ته غوږ نيسي، خو ستونزه په دې نه حلېږي، چې مشران دې بيا هم دا روښانه حقيقت له ولس نه پټ کړي.
بلکې افغان مشران دې له خپل شخصي امتياز نه تېر شي او امريکايان دې په دې وپوهوي، چې ستاسې پاليسي ولس ته د منلو نه ده او ولس نور چوپه خوله نه شي پاتې کېدای .