شمالي وزيرستان کې د سړک غاړې چاودنې درې پاکستاني پوځيان ژلي او څلور ټپيان دي 

روهي (دوه نۍ/۱۷ د وږي)، پاکستاني امنيتي مسوولين تائيدوي چې شمالي وزيرستان کې د ماين په چاودنه کې د دوی درې پوځيان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي. 

له پېښې وروسته امنيتي کسانو سيمې تر محاصرې لاندې راولې او پلټنې يې پيل کړې دي. تر اوسه کومې ډلې  د چاودنې مسووليت نه دی منلی. 

د يادونې چې نېږدې دوه مياشتې وړاندې کراچۍ ښار کې د پاکستان د ونډو پر بازار ډله ييز بريد وشو چې مالي او ځاني تلفات يې رامنځ ته کړي وو.