
د څلورم په ورځ چې د روان لمریز لېږدیز کال د مرغومي له ۱۴ مې نېټې سره سمون خوري ، د خوست مېلمستون د سولې په کور کې د ولایتي ادارې په هدایت ، د نشه یې توکو سره د مبارزې ریاست په هلو ځلو او د کولمبو پلان په مالي لګښت د کوکنارو د نه کرلو په خاطر د عامه پوهاوي ولایتي یو ورځنی کنفرانس جوړ شو.
په دې کنفرانس کې د خوست والي په ګډون د ولایتي ادارو ریسانو ، ولسوالانو ، د ولایتي شورا غړو ، دیني علماءاکرامو، د بېلابېلو ولسوالیو قومي مشرانو ، مدني ټولنو فعالینو ، ژورنالستانو او یوشمېر خویندو ګډون کړی وو.
په سرکې ناستې ته د المپیک آمر عزیزملنګ له خوا د پاک قرآن مبارک آیتونه تلاوت شول .
ورپسې د نشه یي توکو پرضد د مبارزې ریس میرناګل تڼیوال په خوست کې د یاد ریاست په فعالیتونو اوکړنو خبرې وکړې .ده په خپلو خبرو کې زیاته کړه ، تردې مهاله یې د خوست والي په هدایت ۱۶۹۹ جوماتونو ملاامامانو ته د نشه یي توکو پرضد تبلیغاتي مواد ورکړي ، چې په خپل وخت سره د منبرونو له لارې خلکو ته نشرشوي دي .ده همداشان وویل ، په خوست ولایت کې په نشه روږدو کسانو شمېر تر ۳۷۰۰۰ اوو دېرش زرو پورې رسېدلی ، چې د ده په خبره ۲۳۰۰ یې د دې ولایت دمعتادینو په شل بستریز روغتون کې تداوي شوي دي .تڼيوال زیاته کړه ، د عامه پوهاوي په موخه یې د بېلابېلو رسنیو سره مرکې او نور پروګرامونه هم جوړ کړي دي ، ترڅو چې له دې لارې خلک وکولای شي ، له نشه یي توکو سره فاصله ونیسي .
نوموړي ځينې ستونزې هم په ګوته کړې ، چې تر اوسه یې ریاست ودانۍ نه لري او د تشکیلاتو له کمبود سره هم مخ دي .
میرناګل تڼيوال په خپلو خبرو کې وویل ، په خوست کې د کوکنارو د نه کرلو له امله مرکزي دولت خوست ته څلور ملیونه امریکایي ډالره په واک کې ورکړي ، چې په دې ولایت کې د ولایتي ادارې د مشرتابه له لوري په ټولګټو پروژو ولګول شي . د ده په خبره چې په دې کې د خوست والي او ولایتي پرمختیایي غونډې په موافقه دنادرشاه کوټ په ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون منظور شوی ، چې په راتلونکي نږدې وخت کې به پرې کار پیل شي .
له ده وروسته خوست والي عبدالجبارنعیمي غونډې ته په خپلو خبرو کې په دې خوښي وښوده ، چې په داسې پروګرام کې ګډون لري ، چې په هغه کې د نشه یي موادو پرضد د مبارزې په چټکتیا خبرې کیږي .
ښاغلي نعیمي زیاته کړه ، د ویاړ ځای دی ، چې دلته کوکنار نه کرل کیږي . ده د دغه ستر ویاړ له امله د خوست ولایت ولس او ولایتي ادارې ته مبارکي وویله . اوترڅنګ یې د خوست د خلکو دغه شهامت د ټول هېواد او نظام لپاره افتخار وباله .
والي نعیمي په خپلو خبرو کې کوکنار ناوړه او بدمرغه بوټي وبلل او له دې امله یې په ولس غږ وکړ، چې دهر ډول نشه یي توکو پرضد مبارزه باید له منبر ، دفتر او هر کور څخه پيل شي .تر څو د دغه ناوړه پدیدې څخه زموږ خلک خلاصون ومومي .
نوموړي وویل ، هغه کورنۍ کې چې نشه یي کس پيدا شي، نو په همغه کې خوشالۍ له منځه وړي .ځکه چې دا نشه یي کس د نشه یي توکیو د پيدا کولو لپاره دخپله کوره څخه هم غلاوې کوي او خپل شوم هدف ته درسېدو لپاره له هرې لارې کار اخلي او کورنۍ ته غم راوړي .
ښاغلي نعیمي د خپلو خبرو په لړ کې وویل : د نشه یي توکو پرضد دمبارزې له ریسه د شته ارقامو له مخې چې په خوست کې شاوخوا ۳۷۰۰۰ اوودېرش زره معتادین شتون لري ، د ده لپاره ډېره داندېښنې وړ خبره ده . ځکه چې اووه دېرش زره په نشه روږدي کسان همدومره کورنۍ له ستونزو او پرېشانیو سره مخ کړي دي .ده په ټولو خلکو غږ وکړ، چې که د دې شمېر په راټیټوالي کې لازمې هلې ځلې ترسره نه شي، نو بل کال ته به یې تعداد لا زیات او مخنیوی به یې له امکانه سخت شي .
خوست والي وویل ، ځينې دیني علمااکرام د مقام دفترته په خصوصي ډول راغلل ، دوی زیاتوله ، چې په ځينو ځایونو کې د شرابو کارخانې شتون لري ،د والي نعیمي په خبره چې ګمان یې نه کېده، ځکه چې دلته ډېر پیاوړي علمااکرام ، قومي مشران او نور د کار کولوټولنیز نهادونه شتون لري ، نو څنګه به ددوی په شته والي سره د شرابو کارخانې شتون ولري .
نوموړي زیاته کړه ، له یاداښت وروسته مې امنیتي او کشفي ارګانونو ته په واک کې ورکړل ، تر څو مالومه کړي ، چې تر کومه بریده حقیقت لري .چې وروسته له څو ورځو یې کشفي ارګانونو نوموړي ځایونه مالوم او د دوی په هدایت یې له منځه یوړل . دده په خبره چې په یادو کارخانو کې یې داسې شراب نیولي ، چې په کې د نشې ګولۍ ، مبلین او نور زهرجن مواد ګډ شوي وو ، چې د انسانانو ژوند یې بربادوو.ښاغلي نعیمي زیاته کړه ، وروسته له هغې یې منظم او جدي پلان جوړ کړ، چې د دا عملونو عاملین راونیسي او په سخته سزا یې ورسوي .ځکه چې دوی د انسانانو ژوند تباه کوي او نور باید له دوی خلاصون ومومي .
دده په خبره چې شراب او نورنشه یي توکي د اسلام د مقدس دین او د قانون خلاف دي .نو په هرقېمت به یې په اړه ګړندي ګامونه اخلي ، تر څو له دغه غیراسلامي او غیرقانوني ناوړه پدیدې څخه ټولنه پاکه شي .
خوست والي زیاته کړه ، خوښ دی ، چې په ولایت کې د معتادینو روغتون لري ، له دې کبله یې د قوم په مشرانو غږ وکړ، هر چېرې چې معتادین پېژني ، د تداوۍ په موخه دې یې د معتادینو روغتون ته ورولي .ترڅو دوی او هم یې کورنۍ له جنجالونو خلاصې شي .
والي عبدالجبارنیعمي د نشه یي توکو پرضد د مبارزې ریاست له مسوولینو هم وغوښتل ، چې د شته امکاناتو دې پرځای ګټه پورته کړي ، خپل تبلیغات او فعالیتونه دې تر ولسوالیو پراخ کړي او په دې لاره کې دې ځوانان ، مشران او دیني عالمان له ځانه سره ملګري کړي .ترڅو په ګډه توګه سره د دې ناولي پدیدې په وړاندې مبارزه وکړي .
نوموړي همداشان وویل ، مرکزي دولت هر کال هغه ولایت ته چې کوکنار په کې نه کرل کیږي ، یو ملیون امریکایي ډالره ورکوي ،چې په ولایتونو کې ولایتي اداره دهغې له مخې پروژې ټاکي او ټاکل شوي بودجه ورته ورلېږي . ده وویل هڅه یې داده ، چې ستاسو په سلا مشوره سره په دې بودجې ښوونیزبنسټونه پياوړي کړي . ځکه چې تراوسه هم په ډېرو ښوونځیو کې یا داوبو ستونزې اویا هم د سرپنا مشکل شتون لري ، چې باید حتماً یې د رفع کولو هلې ځلې وشي .ده وویل په کومه ټولنه کې چې یاد بنسټونه غښتلي وي ، له وجې یې دا ډول ستونزې حل او په لېرې فاصله کې وي . تر څنګ یې دا هم زیاته کړه ، په یاده بودجه دا هم غواړي ، چې ورزشي لوبغالي جوړ کړي ، چې په دې سره د ځوانانو پاملرنه له نشواو خشونتونو څخه راګرځي .چې ټولو ګډونوالو د لاسونو په پورته کولو سره موافقه وکړه .
له خوست والي وروسته د ولایتي شورا مرستیال ګل محمدځاځي خبرې وکړې .
ځاځي وویل : د ویاړ ځای دی ، چې دخوست مېشتو هغه ژمنه چې له خپل اسلامي جمهوري دولت سره یې کړي وه ، ترسره کړي او په هغې کې بریالي او سرلوړي راوتلي دي ، چې نن پرې موږ ټول ولس او دولت په ډېر جرءت سره افتخار کوو. او نه یوازې د افغانستان اسلامي دولت ته بلکې ټولې نړۍ ته په ډاګه پرته له کومې ستونزې وایو ، چې په خوست کې زهرجن او ناروا بوټي یعنې مخادره مواد په کلکه توګه په خپله د ولسونو له لوري ممنوع ګرځول شوي او هېڅوک په دې برخه کې نه دي پيدا شوي ، چې له خپل تعهد او ژمنې سره جفا وکړي .بلکې ترننه یې سره د کمزوري اقتصاد په خپله وعده وفاکړي ده .زه د خوست د ولایتي شورا په استازیتوب د ټولو هغه بزګرانو وروڼو څخه چې د دې ناروا بوټو د نه کرلو له امله یې ټول خوست او د خوست ولایتي ادارې ته سرلوړي او نېکنامي ور په برخه کړي ده ،مننه کوم .
له ده وروسته د حج او اوقافو ریس مولوي اظهارالدین ، د ښځو په استازیتوب د ولایتي شورا وکیلا زهراجلال ، د ولسوالانو په استازیتوب ولسوال محمداکبرځدراڼ خبرې وکړې ، دوی ټولو په یوه خوله د نشه یې توکو سره په لا ګړندۍ مبارزه ټينګار وکړ، چې باید د دې ولایت هر فرد ، فرد یې ترسره کړي .
همداشان د نشه یي توکو د استعمال ، پلورلو ، پېرودلو او قچاق په اړه دخوست ولایت د علماوو د سراسري شورا لیکل شوي فتوا د پيرسیدشاه له لوري ولوستل شوه .
وروسته له هغې د غونډې د ګډونوالو له لوري لیکل شوی پرېکړه لیک د اجمل قاسمي له خوا ولوستل شو، په پرېکړه لیک کې راغلي وو، چې نشه یي توکي د اسلام ، قانون او بشریت په لحاظ یو جرمي او بربادوونکی عمل دی ، چې باید هر څوک ورسره د زړه له کومې مبارزه وکړي .
د غونډې په وروستۍ برخه کې خوست والي عبدالجبارنعیمي ته چې په میدان وردګو ولایت کې د ده د ولایت په دوره کې د لومړي ځل لپاره د کوکنارو د له منځه وړلو په هکله د نوموړي ولایت د قومونو د یوالي له امله چې کوکنار په کې صفر درجې ته رسېدلي وو، دهغې او ننیو خدمتونو په کولو سره د پښتني دود له مخې د مشرانو په استازیتوب د قومي مشر رسول محمدتڼي له لوري ورپه سر کړل شوه .
غوڼده په هېواد کې د بشپړې سولې او د هر ډول نشه یي توکوڅخه د خلاصون په دعایې پای ته ورسېده .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر