
روهي (يوه نۍ/۱۶ د وږي)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله وايي چې سږ کال به د احمد شاه مسعود د مړينې ۱۹مه کليزه افغانستان او له افغانستان بهر ولمانځي.
عبدالله عبدالله په دې اړه د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود سره کتلي دي او ويلي دي چې کابل او بهر کې د افغانستان په سياسي نمايندګيو کې به د احمده شاه مسعود د مړينې تلين ته ځانګړي مراسم ونېسي.
د يادونې ده چې د شهيد اوونۍ او په ځانګړي ډول د احمد شاه مسعود د مړينې تلين لمانځنې ته ولسمشرۍ ماڼۍ هم يو ځانګړی کمېسيون ټاکلی دی.