د هزاره خپلسري علي پور کسان پر پوليسو بريد کړی؛ يو پوليس يې وژلی، يو يې ژوندی نېولی او د پوليسو هموي موټر يې ځان سره وړی 

روهي (يوه نۍ/۱۶ د وږي)، د وردګ ميدان ولايتي ادارې  رسنيو ته ويلي  دي چې د علي پور په نوم خپلسري وسله وال کسانو په بهسود ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوستې بريد کړی دی. 

د علي پور کسانو يو پوليس سرتيری وژلی، يو يې ژوندی نېولی او همدا ډول يې د پوليسو د يو هموي موټر په شمول وسلې او جنګي مهامات له ځان سره وړي دي. 

د وردګ ميدان د والي وياند محمد شريف زوی رسنيو ته د دغه پېښې تائيد کړی دی کورينو چارو وزارت هم ويلي دي چې د پېښې په اړه به پلټنې وکړي. 

علي پور په عزني، وردګ ميدان، غور او سرپل ولايتونو کې خپلسري وسله وال لري چې تېر کال يې حکومت په سرپل کې د نېونې هڅه وکړه خو ونه نېول شو.