هېواد کې د کرونا ويروس د پېښو ثبت بيا لوړ شوی 



روهي (يوه نۍ/۱۶ د وږي)، د تېرو مياشتو او اوونيو په پرتله تېرو ۲۴ ګړيو کې د کرونا ويروس ډېرې مثبتې پېښې هېواد  ثبت شوې دي. د عامې روغتيا وزارت د شمېرو پر اساس تېرې يوې شپې - ورځ ۷۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. 

له تازه پېښو يې،  کابل (۱۴)، غور (۱۸)، بلخ (۱۰)، هرات (۵)، کندهار (۵)، ننګرهار (۵)، بغلان (۱)، کندز (۱)، بادغیس (۶)، کونړ(۱)، پنجشیر (۲)، سرپل (۴) او نورستان کې ۲ پېښې ثبت شوې دي. 

همدا ډول تېرو ۲۴ ساعتونو کې درې کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي او ۴۶۰ نور رغېدلي دي. د کرونا ويروس له امله د ټولو مړو شمېر ۱۴۱۲ کسانو ته ورسېد. 

که څه هم افغانستان کې د کرونا ويروس له امله ګرځبنديز مات شوی دی، خو عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتي دي چې روغتيايي لارښوونې په پام کې ونېسي. 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ