اسدالله خالد: د سولې په روانو حالتو کې جګړې لا زور اخیستی

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، د سولې په روانو حساسو شرایطو کې نه یوازې دا چې جګړه کمه شوې بلکه نوره هم زیاته شوې ده.
 
نوموړي نن په لغمان ولایت کې یوې غونډې ته د خپلې وینا پرمهال وویل، د افغانستان دښمنان اوس د یوې سیمې د سقوط توان نه لري.
ښاغلي خالد زیاته کړې " له بده مرغه په جنګ کې د کموالي تغیر نه ده راغلی خو زیات شوی دی او دلته هم هغه فشارونه چې تاسو دا څور ورځې وینئ، شاید د همدې برنامې یو جز وي چې دښمن غواړي په خبرو کې امتیاز واخلي."
 

ښاغلی خالد دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې طالبانو په څو ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.