
د افغانستان کرکټ بورډ د مدیریتي برخې د ارزونې ابتدایي راپور خپور شوی
دغه راپور کې چې د افغانستان روڼتیا څار بنسټ د کرکټ په چارو کې په یو پوه مشتاق رحیم لیکلی، راغلي چې افغان کرکټ بورډ له جدي مديريتي ستونزو سره مخ دی.
د افغانستان روڼتیا څار بنسټ په دغه راپور کې ويلي چې اطلاعاتو ته نهلاسرسی او د فساد په اړه د کرکټ بورډ ګنګه پالېسي د اندېښنې وړ ده.
د روڼتیا څار بنسټ د معلوماتو له مخې که د افغانستان په کرکټ بورد کې روان حالت دوام پیدا کړي ستونزې به نورې لا پراخې شي.