پاته شوني خواړه

 توره دود وهلې چايجوښه يې را واخيستله، له اوبو يې ډکه کړه د نغری څخه يې بيګانۍ مړې سوي ايرې ټولي کړې اور يې تازه بل کړ توره دود وهلې چايجوښه يې په نغري کيښوده، د سهار اذان ته لږ وخت پاتي وه لاړه غوجلي ته يې سر ښکاره کړ مالونو ته يي د څښاک اوبه او واښه واچول.د کلی له نژدي جوماته د الله اکبر (اذان) غږ راغی. خان پاچاه له خوبه جګ شو او غږ يي کړ زريني! وه زريني! د اوداسه اوبه راوړه. زريني په ژيړي ډبې کي اوبه واچولي او خان پاچا ته يي وروړې خان پاچا چي اوبه په لاسو توي کړې سمدلاسه يې غږ کړ ليونۍ يې دا خو سرې اوبه دي زما لاسونه دي راوسوځول. زريني په غريو نيولی غږ وويل خو پرون تا وويل چي اوبه لږ نوري هم ګرموه اوس په شير ګرمو اوبو اودس نکيږي يخ دي.
 
خان پاچا مخ ورواړوه او وي ويل له عقله خلاصي، واخله دا او لږ يخي اوبه ورواچوه. زريني چي لاسونه يي د ډار له لاسه ريږديدل ډبه يي واخيسته او له اودان نه يي يخي اوبه ورواچولي. بيرته يي خان پاچا ته ډبه وروړه. زريني پوښتنه وکړه ها دادي اوس اوبه سمي دي! خان پاچا د هو جواب په ويولو سر وښوراوه او وي ويل بيعقله ښځه يې خو داسي اوبه به دي اوله راوړلې کم عقلي. زرينه لاړه مشر زوی سور ګل او دويم زوی تور جان يې له خوبه جګ کړل چي هله جګ شي د لمانځه ناوخته کيږي لمر په راښکاره کيدو دي اوس مو ابا هم له جوماته راځي جګ شي.
 
سورګل چي خپل مور ته يې له کوچني والي د زرو په نامه غږ کاوه وې ويل د اوداسه اوبه دي تياري کړې؟ زريني وويل هو زويه ورسه په برنډې هغه زيړي ډبې کي اوبه دي اودس دي وکه تور جان هم درسره جګ که. زرينه ورغله خپله کوچني لور, عمر يې ۱۲ کاله وه له خوبه یې جګه کړه وې ويل ګل ناري جګه شه سهار دي زه چاي تياروم ته دا د ورونو ځايونه دي ټول که هله لوري. اوس دي ابا راځي له جوماته بيا شور درته کوي چي لا تر اوسه ويده يې او دا د هلکانو ځايونه دي هم ندي ټول کړي؟ ګل ناره لاړه او د خپل ځوانانو ورونو د ځای بسترې يې ټولي کړي. چي د خان پاچا د ټوخا غږ شو وې ويل ګل ناري زرينه چيري ده ولي چاي نه راوړي خو غرمه يې کړله تر اوسه يې چيشي کول؟ ګل ناري وويل ابا هغه ده د نغري سره ده. اور ګل سوي وه بيا يي له سره ورته تازه کړ ور پوه کول يي اوس به اوبه جوش يي راوړي يي. زريني چي مخ يي د نغري دود وهلي وه او ستوني يي له دوده ډک وه په ټوخا يې شروع وکړه او سمدستي يي غږ کړ ګل ناري راسه دا چاي درواخله. ګل ناري او مور يي چاي او سترخوان واخيست او کوټه کي خان پاچا له زامنو سره ناست وه چي چاي وخوري د زريني ټوخي لا نه وه دريدلی چي سور ګل غږ کړ خپل مور ته زرو هغه زما د چاي پياله دي نده راوړي دا کوچني پياله کي زه چاي نه چښم زرينه چي لا د ناستي په حالت کي وه د ټوخيدا سره سم يې وويل دادي راوړم يي درته زه ټوخا واخيستم هيره مي سوه. د سهار ناشته خان پاچا او زامنو يې وکړه لږ غوړ او هګۍ چي د تور جان څخه پاتي سوي هغه زريني خپل لور ګل ناري ته وربيرته کړه. ها لوري دا وخوره چاي کي بوره هم درته واچوه. زريني چي چاي او وچه ډوډۍ يې وخوړه د سترخوان او لوښو په ټولو لګيا وه چي خان پاچا غږ کړ زريني وه زريني هغه زما سپين کالي راکه چي نن د ګل کاکا د لور دسمال دي هلته ورځم سورګله ته هم ورسه هغه سپين کالي او څادر دي واغونده د کلي نور ځوانان هم راځي ته هم راسره ولاړ سه. خو تربرونه مو دي بيا به وايي چي د يوي ورځي لپاره يې سم کالي لا نه درلودل.
 
زرينه جګه شوه دواړو ته يې کالي راواخيستل او هغه نور کالي يې له ځانه سره يوړل چي پريمنځي. زرينه ټوله ورځ د کالو په مينځلو تيره کړه غرمې ته ديګ هم نه وه تيار لاسونه يي اوبو او د کاليو صابون شوړولي وه هوا هم يخه وه. تورجان چي د کلي ملګري يې ورسره وه حجري ته يې راويستل د غرمي ډوډي خوړلو لپاره مور ته يې غږ زرو غرمې ته چيشی پاخه دي زما ملګري راسره دي زريني وويل زويه تر اوسه مي کالي پريمنځل لا خو مي ديګ ندي کړي. اوس به يو شي پوخ کم. تورجان ددي خبري سره ډير په غوسه سو او وي ويل تاسي ښځي ټوله ورځ اخوا، دیخوا په چټي کارو تيروي غرمه ده خو يو شي به دي تيارول. زريني وويل زويه دادي اوس يې درته تياروم. زريني وکتل چي څه نسته د غرمې د خوړلو لپاره نو هګۍ مستې او د تناره ډوډۍ يې ورته تياره کړه او تور جان ته يې ورکړه چي حجري ته يې له ځانه سره ويسي. زريني او لور یې لا ډوډي نه وه خوړلې چي تورجان غږ وکړ ګل ناري دا لوښي در واخلي. چاي هم تيار کي، ښه ټينګ چاي جوړ کي هغه نخود او مميز هم ورسره کيږدي. زرينه جګه سوه د غرمي هغه لوښي چي تور جان له ميلمنو راوړي وه وې کتل چي په يوه لوښي کي لږ هګي او کاسه کي لږ مستې سته لور ته يې غږ کړ راسه ګل ناري دغه تري پاتي شوي دي زما او ستا بس کيږي ها دا هګي ته وخوره زه دا مستي له ډوډي سره خورم. زريني چي مستي او ډوډي يي وخوړه ګل ناري ته يي وويل لوري دا لوښي ته سره ټول که زه به هغه چاي ورته کيږدم چي ناوخته نسي بيا به لمانځه ته ځي. توره دود وهلي چايجوښه يي راواخيستله او له اوبو يې ډکه کړه د نغری په لور روانه سوه په نغری کي لا ايري نه وي مړي سوي د اور د تازه کولو لپاره يي هغه مخکيني ايري څو واري پوه کړي چي اور تازه کړي خو ډير په سختي اور تازه سو او توره چايجوښه يي په نغری کيښوده. له څه وخته وروسته اوبه جوش سوي او چاي يې چاينکي ته واچوه او نخود او مميز يي په غابونو کي کيښودل. تور جان راغی او چاينکه يې ورواخيسته وي ويل: وچ چای دي ډير وراچولي که لږ؟
 
داسي نه چي ستاسو د ښځو له لاسه هلته زه وشرميږم. زريني په ډيري ميني وويل هو زويه ټينګ چاي مي درته برابر کړی پام کوه چاينکه سره ده ودي نه سوځوي. لږ شيبه وروسته خان پاچا او سورګل راغلل. خان پاچا غږ کړي زريني لږ چاي کيږده چي د ګل کاکا د لور د دسمال ډوډي ډيره غوړه وه غوړ مي لا په ستوني ولاړ دي ښه ټينګ چاي جوړ که. زرينه لاړه چايجوښه يې په نغري کيښوده او چای يې جوړ کړ سور ګل او خان پاچا ته يې چاي راوړ. زريني خان پاچا او سور ګل ته پيالې له چايو ډکي کړې او دواړو ته يې مخ ته کيښودي. وخت ووت مازديګر سو زريني د تناره د اور بلولو لپاره ولاړه تنور کي يې اور ولګوه او د ډوډي په پخولو لګيا سوه. لږ وخت د ماښام اذانو ته پاته وه چي زريني ډوډي پخې کړي. د خان پاچا غږ شو وې ويل: زريني بيګاه ته دي چيشي پاخه کړي؟ زريني وويل اوس له تناره راغلم اوس به يې پاخه کړم هلته الوګي پاته دي هغه به پخې کړم. زريني د بيګاه لپاره ديګ تيار کړ او سترخان يې اوار کړ چي ډوډي وخوري. خان پاچا چي د ستر خان په سر کي ناست وه او دوه زلمي زامن يې سور ګل او تورجان يې يو خوا او بل خواته ناست وه. زرينه چي د کوټې په پاي کي کيناسته د ډوډي په خوړلو يې پيل وکړ. چي خان پاچا غږ کړ داسي وږې يې ژر کيناستې مستې دي ولي ندي راوړي ورسه مستې راوړه ډوډۍ خو نه تښتي درنه. زريني د مستو ډکي کاسي راوړي او په سترخان يې کيښودي. د ډوډي له خوړلو وروسته ګل ناري خپل د پلار او دوه زلميو ورونه لاسو ته اوبه راوړي. چي د اخ غږ شو ګوري چي مور يې زرينه له ډيري کمزوري څخه د شپي په توره شپه کي له برنډې لاندي وغورځيده او پښه يي ماته سوه. خان پاچا: ای بې عقلي! سترګي خدای درکړي، خو ته ړنده ګرځې.