د امريکا او نړۍ له بنديزونو سره - سره ايران له ټاکلي حد لس سلنه ډېر یورانیم جوړ کړي

روهي (نۍ/ ۱۴ د وږي)، د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي دي، چې ايران د ټاکلي حد څخه لس سلنه ډېر يورانيم غني کړي دي.

د يادې ادارې په راپور کې ويل شوي دي، "ایران نن د ورکړل شوي حد لس برابره ډېر یورانیمو بډایه کولو فعالیت مخته وړي، چې له اتومي هوکړې ښکاره مخالفت دی."

په دې راپور کې ويل شوي، "د ایران د بډایه شویو یورانیمو زېرمه ۲۱۰۵ کیلوګرامو ته رسېږي - چې تر ورکړل شوي حد ۳۰۰ کیلوګرامو ډېره لوړه د او پر همدې حد په ۲۰۱۵ کال کې هوکړه شوې وه."

خو د ايران حکومت دغه راپور رد کړی دی او ويلي چې د ايران اټومي پروګرام يوازې د سوله ييزو موخو په پار دي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200905_154100_752.sdoc-->