وايي د قومندانۍ دننه درته ګواښونه دي؛ ځلا ځاځۍ يې له دندې لیرې کړه

روهي (پنځه نۍ/۱۳ د وږي)، د خوست امنیه قوماندانۍ د جنایي امریت د دفتر امره ځلا ځاځۍ وايي چې په جبري توګه له دندې ګوښه کړم.


ځلا ځاځۍ هغه سپناوی چې د ګواښونو او تهدیدونه په اړه يې خوست امنیه قومنداني ورکوي رد وي او په وینا یې، خپله ګوښه کېدنه یوه دوسیه بللې ده.


ځلا ځاځۍ رسنيو ته ويلي" کله چې خپلې دندې ته د تلو پر مهال د خوست د امنيه قوماندانۍ په دروازه کې ورته د داخلیدو اجازه ورنه کړل شوه، چې اوس په يو بې برخليکه حالت کې ده."


خو د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر وایي، چې د زیاتو ګواښونو او تهدیدونو په پار نوموړې له دندې ګوښه شوې ده.


ځلا ځاځۍ شاوخوا درې مياشتې مخکې د خوست په امنيه قومندانۍ کې د پوليس افسرې په توګه کار پيل کړی وه.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200903_122151_339.sdoc-->