په دې ۶ لارو د خلکو اعتماد لاسته راوړی

په دې ۶ لارو د خلکو اعتماد لاسته راوړی
په یوه ټولنه کې ژوند کړل او د خپلو شاوخوا سره د یو ښه ژوند له پاره د باور او اعتماد شتون ډېر اړین دی. د خپل شاوخوا خلکو اعتماد لاس ته راوړل کوم خاص مهارت او تجربې ته او یا هم کوم مشخص پلان ته اړتیا نه لري، یوازې یو څو ساده خواص دي چې باید وې لرو، دا خواص به په لاندې توګه بیان کړم.

ـ رېښتني  او صادق اوسۍ، تل رېښتیا ووایی او په رېښتنولي سره خپل ژوند مخې ته یوسۍ. دا چار ستاسو سره مرسته کوي تر څو په کاري  او ځاني ژوند کې خلک په تاسو باندې حساب وکړي او په تاسو باندې ډېر په آسانۍ سره باور وکړي. د یاودنې وړ ده چې رېښتنولې ستاسو د ډېر پرمختګ لامل هم ګرځي.
ـ متقابل درناوۍ، څرنګه چې په خپلې کورنۍ کې د یو خاص متقابل درناوي په لرلو سره چ
خپل چار و چلند مخې ته وړو، اړینه ده چې  په کاري او د کور نه بهر ځای کې هم په درناوي سره چلند وکړو. نورو  ته درناوۍ درلودل د هغوی تایم ته ارزښت ورکول دي او په کوم تایم کې چې تاسو وعده ورکړي حاضر شی.
ـ د هغوی خبرو ته ارزښت ورکړئ، کله چې تاسو خپل شاوخوا خلکو ته  ارزښت ورکړی، هغوی ته ډېره ستونزمنه کېږي چې په تاسو باندې باور ونه کړي.
ـ  د هر ډول  پوښتنو ځواب ته حوصله ولرئ، د خپل شاخوا خلکو ډېرو پوښتنو ته په سړه سینه ځواب ورکړی.
ـ  د جامع الکمالات حس له ځانه لېرې کړی، هېڅ انسان په نړۍ کې بې له کمښت نه دی نو خلکو ته دا احساس مه ورکوی چې تاسو مکمل یاستی او هېڅ کله غلطي نه کوی. خپلې غلطي په سړه سینه ومنئ.
خپل ګړۍ ته ډېر مه ګورئ، تل مثبت ذهنیت سره چارې سرته ورسوئ، د خلکو سره په اړیکه کې اوسئ، بهترین او غوره خبرې او امتیازات  کارې چاپیریال له پاره ولرئ. 

دا ټول هغه مسایل دي چې له تاسو سره مرسته کوي تر څو ډر به آسانۍ سره د خپلو مشتریانو او شاوخوا خلکو باور او اعتماد لاس ته راوړئ.