ارګ ۱۰ نور نوماند وزیران معرفي کړل

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حکم په اساس د لسو وزارتونو لپاره نوماندان معرفي شول.
 
په یادو وزیرانو کې، انوار الحق احدي د کرنې او مالدارۍ، فضل احمد معنیوي د عدلیې، محب الله صمیم د سرحدونو او قبایلو، نور الرحمن اخلاقي د کډوالو او ستنېدونکو، بشیر احمد ته ینج د کار او ټولنیزو چارو، معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي، نثار احمد غوریاني د سوداګرۍ او صنعت، عباس بصیر د لوړو زده کړو، سید سادات منصور نادري د سولې او قدرت الله ذکي د ترانسپورت د نوماند وزیرانو په توګه معرفي شوي دي.
 
داسې ویل کیږي چې دغه لس نوماند وزیران د ملي مصالحې د عالي شورا د رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله لخوا ولسمشر غني ته معرفي شوي دي.
 
د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له مخې د عبدالله عبدالله کسانو ته په حکومت کې پر ونډې ورکولو هوکړه شوې وه.
 
تر دې مهاله یاد وزیران د حکومت لخوا ولسي جرګې ته نه دي معرفي شوي او د ولسي جرګې غړي د اوړي په رخصتۍ تللي دي.