ولسمشر غني: اوبه د افغانستان ابرو ده؛ مهار مې کړې 

روهي (دوه نۍ/۱۰ د وږي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د عاشورا مراسمو کې د خپلې وينا په يوې برخه کې د افغانستان د طعبيي اوبو پر مهار اړ مديريت خبرې کړې دي. 

ولسمشر غني ويلي، "اوبه د افغانستان ابرو ده او مدیریت به شي. شپږ میلیارد مترمکعب اوبه چې د ضایع کېدو په حال کې وې، دوباره مدیریت شوې."

ولسمشر بل ځای ويلي، "کابل بې اوبو نشي پاتې کېدای او تاسې به ژر د شاه توت بند د قرارداد لاسلیکولو شاهدان واوسئ."

محمد اشرف غني دا هم ويلي، چې په سیمه کې د افغانستان ارزښت ورځ تر بلې زیاتېږي، موږ باید پر ځان اتکا ولرو. زموږ خبره له دنیا سره د تضرع خبره نه ده، ځکه موږ ګډې ګټې لرو او زموږ ولسونو د نړۍ د امنیت لپاره بېسارې قربانۍ ورکړي.