عاشوراء لسمې د مراسمو څخه د شيعګانو مذهبي او سياسي موخې

د حسین رضي الله عنه   د شهادت په وړاندې د أهل سنتو دریځ:
أهل سنت والجماعت د حسین   شهادت او  وژنه د تاریخ ستره فاجعه او اسلامي امت د وجود نه رغیدونکي زخم ګڼي، او دهغه  قاتلین د ځمکې پرمخ د مخلوقاتو څخه فاسقان او بدترین مخلوق شمېري.

شیخ الإسلام ابن تیمیة – رحمه الله- وایي: چاچې حسین وژلي، یا یې د هغه په وژنه کې مرسته کړي او یا پرې خوښ دي، نو په هغوى د الله تعالی، ملائکو او د ټولو خلکو لعنت دی، الله تعالی به ترې هېڅكله توبه او بدله قبوله نه کړي().

د حسین په وژنه د أهل سنتو تعزیت دا دی چې یقینا هغه د عزت او درناوی ژوند تېر کړ، شهید مړ شو، او په اړه یې هغه څه وایي چې رب پرې راضي کېږي: (( إنا لله وإنا إليه راجعون)), د دې ستر مصیبت لامله نه خپل مخونه وهي، نه ګریوانونه څیروي، او نه د جاهلیت بيلګې او رسم رواج راژوندی کوي.

د حسین له وژنې او هغه څوک چې د حسین څخه مخکې وژل شوي دي ، لکه: علی ابن ابی طالب، عثمان بن عفان او عمر بن الخطاب -رضی الله عنهم- د ټولو په وړاندې امت د سلفو همدغه دریځ دی.

د حسین رضی الله عنه په وينو تجارت کول
باید ټول مسلمانان په یاد ولري چې حسین  وژنې د یاد په راژوندي کولو کې د شیعګانو کړنې او راوفضو له لورې دغه بدعت د مراسمو ژوندي ساتنه او حفاضت كول دوه سترې موخې لري:

لومړی: د شیعګانو په زړونو کې د شیعتوب سکروټه بله ساتل او تشیع د خونديتوب، استمرار، او بقاء هڅه.

د شیعګانو معاصر امام خمیني-لعنه الله- وایي: په شهید(حسین ) باندې ژړا او وېر کول،  پاڅون دراپارونې، بلونې او پاڅون څپو د ګرمیدو او پراخیدو بقاء شمېرل کېږي().
بل ځای وایي: د دوی د مصیبتونو په  یادولو دا دین(شيعتوب) په امت کې ژوندی پاتې دی().

د ده په وړاندې د دین څخه موخه رافضي او شیعي مذهب دی.
نو معلومه شوه چې دلته د حسین   وژنې د یاد په راژوندي کولو او انقلاب د بقاء ترمنځ -کوم چې خمینی په ایران کې پیل کړ او بیا يې نورې اسلامي نړۍ ته صادر کړ- پیاوړې اړیکه شتون لري، خمیني  (ټول شیعګان)د خپلي سیاسي پروژې د پراخۍ او نورو موخو د لاسته رواړلو لپاره حسین  د وژنې له پیښې ګټه پورته کوي.

دویم:  زړونه د نفرت، كركې او بغض ډکول او د نفسونو چمتو کول ترڅو (د دوی په ګمان)آل بیتو له دښمنانو څخه د غچ اخستنې ورځې لپاره ګرم پاتې شي.

د آل بیتو دښمنان څوک دي؟
د آل بیتو دښمنان هغه څوک د چې په شیعي فکر د دوی په ولایت او امامت ایمان نه لري.
د عاشوراء په ورځ شیعګان دحسین  لپاره دغچ اخستنې چغې وهي ، آل بیتو د حق د بدل اخستو غږ پورته کوي، خو چېرته دي د حسین  قاتلین؟

د هغوی په مړینه پړۍ تېری شوي دي.
ابن العلقمي رافضي حسین د غچ اخستنې په پار د عباسي خلیفه سره خیانت وکړ او په بغداد كې د بې ګناه مسلمانانو وینه تویول مباح وګرځول.

اسماعیل صفوي رافضي حسین  د بدل اخستنې پر دلیل د عراق خلک د تورې له تیغه تېرکړل او په هغوی کې یې د وینو لختې روان کړل.

د تل لپاره هر وخت شیعګان حسین  د غچ اخستنې پر دلیل د سني مسلمانانو بې رحمانه وینه تویوي.

په اوسني عصر کې په شام عراق یمن او نورو هیوادنو کې حسین  د غچ اخستنې په نوم جوماتونو ړنګېږي، د خلکو خیټې څېرل کېږي، وجودونه یې په اور سوځي او پیغلې يې بې عفته کېږي.

په هر محرم کې د سنیانو په وړاندې د شیعګانو جرأت او سرغړونه لا پسې زیاتېږي، باید ټول و پوهیږو چې د عاشورا‌ء مراسم ترسره کول په حقیقت کې د سنیانو په واړندې د خپلو پیروانو زړونه د کینی او بغض ډکول دي.

خمینی وایي: واجب ده چې د عاشوراء په ورځ د هغو مصیبتونو او ظلمونو یادونه وشي چې ظالمان یې په هر عصر کې ترسره کوي، او په تېره بیا پدې عصر کې چې د امریکا او روس په لاس اسلامي نړۍ د مظلومیت عصر دی.

شیعګانو په حسین  د ژړلو له قضیي تجاوز وکړ او د هغه په وینه یې تجارت او سیاسي موخې ترلاسه کول پیل کړل، په هره عاشوراء کې یې مشران د دې لپاره راښکاره کېږي چې ترڅو مسلمانانو ته وښایي چې دوی اسلامي امت د قضایو، مقدساتو او غصب شویو ځمکو څخ دفاع کوي.

ټول پدې پوهیږي او تاریخ هم ګواه دی چې شیعګان یوه ورځ هم مسلمانانو لپاره د عزت مصدر نه دي ګرځیدلي، او نه په تاریخ کې کوم فتوحات لري چې یادونه یې وشي، نه یې کوم مقدسات ازاد کړي چې شکریه یې ادا شي، بلکې یو خنجر دی چې د مسلمانانو په جسد كې ورټومبل شوي او هغه ازغۍ دی چې تل د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې او فتنې اور بلوي.

که چېرته د عقل او منطق لپاره د غږ پورته کولو حق وي نو باید وپوښتي: چې ایا د عاشورا په ورځ د شیعګانو لخوا دغه مراسم ترسره کول او د خپلو اتباعو نفسونو د عامو سني مسلمانانو په وړاندې له کینی او بغض ډکول به د هغه تش په نامه یووالی لپاره ګټور ثابت شي چې دوی یې سحر او ماښام چغې وهي؟

د دوی دغه ماتم او په هغې کې د اسلامي امت سترو هستیو ته په کنځلو، سپکو سپورو او لعنت ویلو د خپلو اتباعو روزنه به د شیعګانو او سنیانو ترمنځ د یوی نرمې فضا په رامنځته کولو کې مرسته وکړي؟ که نه دا په اور کې پوکۍ کول او دیوې مړې فتنې راویښول دي؟(فتنه مړه وی خو په راویښونکی یې لعنت دی).

ايا د دوی چغې سورې، ژړا او فریادونه، په ځنځیرونو او تورو د سرونو او ملاګانو وهل زمونږ لپاره د سولې پیغام لري؟ که نه د تقیه څښتنان زمونږ په ضد یو ستره جرمي دسیسه پټه ساتې؟

د دوی عقیده، تاریخ، مصادر او واقعيت د دوهمې خبرې ګواهي ورکوي.
الله تعالی دی مسلمانان او ټوله اسلامي نړۍ د دوی له هر شر او بدی، د پټو او ښکاره دسیسو څخه په امن وساتي.

وصلى الله على خير خلقه محمد وعلى آله وصحبه أجمعين