افغانستان چې په لیبرال او کمځواکه ډیموکراسۍ ولاړ سیاسي سیستم لري، چې تل یې په مهمو او کلیدي پریکړو کې هغو کړیو، افرادو او عناصرو ته پکې ځای او برخه ورکول کېږي، چې تل د افغانستان په ورانۍ او بربادۍ کې ښه نوم او نښان لري او د جنګ مخکښ لوبغاړي بلل کېږي، همدغه جنګي لوبغاړيو ته بیا په حکومت کې د ننه په یو نه یو ډول واک او ځواک او هم ښه امتیازات ورکول کېږي.
اوس تازه په یو اقدام کې د عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې ارګ یو ځل بیا د سولې مرکچې پلاوي ته په نوملړ کې د تېرو څلورو او دوو لسیزو سولیدلي څېرې ور وپېژندلې دي.
چې هم دوی تر دوو لسیزو څخه په زیاته موده د افغانستان په سرنوشت کې په مستقیم او نا مستقیم ډول ښکېل وو او د افغانستان ملي منابعو، سیاست، د واک ګدۍ، قدرت او ملي امتیازاتو څخه په بېلابېلو نومونو او بېلابېلو څېرو کې ګټه پورته کړې ده.
هم دوی په ځلونو خپلې شخصي ګټې تر قومي، سمتي، ژبني، مذهبي او ملي ګټو پورته او لوړې ګڼلي دي او ترجیع یې ورکړې ده.
د یاد مرکچې پلاوي په نوملړ کې ځینې داسې شر غووښتونکي څېرې هم تر سترګو شوي دي، چې تل یې په افغانستان کې وخشت او دهشت ته لمن وهلې او د جنګ اور یې پخپلو کاذبو سیاستونو ژبغاړنده او تازه ساتلی دی.
دلته هغه اشخاص او افراد تر نورو ډېر مطرح او د قدر وړ دي، چې هېوادوالو ته یې د خپلې واکمنۍ پر مهال ډېر اذیت او په سپکه سترګه کتلي وي.
د یاد مرکچې پلاوي په نوملړ کې تر ډېره داسې پراديپالو عناصرو ته ځای ورکړل شوی دی، چې نه غواړي په افغانستان کې سوله او ثبات قایم او دایم شي، ځکه چې دوی خپلې شومې ګټې د جنګ په داوم او د ټوپک په شپېلۍ کې ویني او د واک او ځواک د بایللو له ویرې په اسانۍ سولې ته زړه نه ښه کوي او د جنګ په دوام کې خپلې ګټې نغښتې بولي.
د تېرو دوو لسیزو په موده کې که وکتل شي همدغه څو سولیدلي څېرې دي، چې تل یې د هېواد په ملي مسایلو، ملي پریکړو، کلیدي دندو او د هېواد په امتیازاتو خيټه اچولي ده، میلیونونه ولس یې انحصار کړی او د مهمو او ملي پریکړو صلاحیت هم دوی ته ورکړل شوی دی.
ملت هم د کوم تفکیک پرته په پټو او ړوندو سترګو د مېږو په څېر ډلې ډلې وروسته پسې روان وي.
نورو پسې تګ سړی خړ مخی کړې
ګرد د لارې وګوره د شپون پر مخ
وروستي