د عاشورا په ورځ؛ غني او دوه مرستيالانو يې د جمهوريت پر ساتلو ټېنګار وکړ 

روهي (يوه نۍ/۹ د وږي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د کابل ښار په لوېدېځه برخه کې د خپل لومړي مرستيال امر الله صالح او دويم مرستيال سرور دانش په شتون کې د عاشورا ورځې په يوې ناستې کې ګدون او وينا وکړه. 

ولسمشر غني د خپلې وينا په يوې برخې کې ويلي "ی جمهوريت، لوی نظام دی چې کوچنۍ ډلې په ځان کې راجذبوي. د دغه نظام موخه داده ترڅو د اوسني نسل لپاره د همغږۍ تجربه ایجاد کړو او دغه تجربه درد نه دی، بلکې د دردونو د پای ټکی دی.".

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا هم  ویلي دي، چې له طالبانو سره سوله د کومې معاملې او د سیاسي قدرت د وېش په مانا نه ده.

نوموړي زياته کړې، "دا زموږ دنده ده چې راتلونکو نسلونو ته د تلپاتې سولې، ثبات او هوساینې شرایط برابر او په هغه واحد صف کې چې اساسي قانون یې ضمانت کړی قرار ولرو، د یوبل منل او هر افغان له بل افغان سره د مساوات پر بنسټ ملي یووالی زموږ موخه ده."

ناسته کې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش ويلي دي چې خلک د طالبانو د امارت له نظام ښه خاطره نه لري او جمهوريت د دوی لپاره سره کرښه ده. نوموړي زياته کړې، "هغه پر دې په ټینګار سره چې باعزته او پایداره سوله هغه سوله ده چې د جمهوریت له اهدافو سره سمون ولري وویل، باعزته سوله پیاوړي دولت او متحد ملت ته اړتیا لري، امارت نه پیاوړی دولت جوړولی شي او نه متحد ملت."

د عاشورا ورځې په مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح هم خبرې کړي،  د تېرو ۱۹ کالونو لاس ته راوړنو او جمهوريت په ساتلو يې ټېنګار کړی دی. صالح ويلي چې زموږ نسل له تېر څخه په الهام اخیستو د نننیو ښایستونو شاهد دی او د هغو ټولو ناخوالو پایله نن دغه واحد صف دی چې په ډېرو ستونزو ترلاسه شوی دی.