نبيل: د مصالحې عالي شورا کې يې ځکه نه يم ټاکلي چې زما غږ خپلواک وو

روهي (يوه نۍ/۹ د وږي)، تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د يو فرمان پر بنسټ د هېواد ۱۹ مطرحې سياسي څېرې د مصالحې عالي شورا مشرتابه پلاوي کې وټاکلې. عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا مشر او اووه مرستيالان لري. 

د مصالحې عالي شورا کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، رسول سياف، حکمتيار، يونس قانوني، محمد اسماعيل خان، کريم خليلي، محمد محقق، عبدالرشيد دوستم، صلاح الدين رباني او لسو  نورو سياسي څېرو نوموه راغلې دي، خو د تېرو ټاکنو نوماند او د ملي پخواني رئيس رحمت الله نبيل نوم په کې نشته. 

رحمت الله نبيل د ياد نوملړ په غبرګون کې ويلي دي چې ياد لېست کې  ډېری د حکومت د خوښې کسان ځای پر ځای شوي دي او د ده د نشتون لامل دا دی چې د سولې خبرو کې يې غږ خپلواک وو. 

د يادونې ده چې تر اوسه پخواني ولسمشر حامد کرزي، صلاح الدين رباني او ګلبدين حکميتار د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا کې خپل غړېتوب ونه رد کړي دي.